Asset 1SWN

ولسي جرګې د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

E8A4C68F-D76D-4D88-A894-CD8182B0B94F_cx0_cy11_cw0_w1200_r1-oxhh1w0zz7yu61bzqp6agn2szlxow4tvkoaq5pqd1w

 

ولسي جرګې هېواد کې د ناامنيو د ډېرېدو له کبله غوښتي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنیتي تړون لغوه شي.

د يادې جرګې غړيو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې امریکا ژمنه کړې وه چې د امنیتي تړون په لاسلیک سره به په افغانستان کې سوله ټینګه شي؛ خو اوس له څو کلونو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د هېواد امنیتي وضعیت ښه والي لپاره مرسته نه ده کړې.

د ولسي جرګې د يو شمېر غړيو په خبره، د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی؛ ځکه چې امریکا د افغانستان حکومت پرځای د دولت له مخالفانو ملاتړ کوي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د لغوې په اړه د ولسي جرګې د غړيو غوښتنه لامل شوه، څو د ولسي جرګې لومړی مرستیال چې د نننۍ غونډې ریاست ور ترغاړې و، پرېکړه وکړي چې د چهارشنبې ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د امنیتي تړون د لغوې په اړه بحث او پرېکړه وشي.

د ولسي جرګې غړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوي هوکړه لیک څخه په نیوکې سره وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې هوکړې په لاسلیک سره دا موکې برابره کړه چې هېواد کې جګړې شدت پیدا کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام