کابل کې د ناروغانو پایوازان په درملتونونو کې د یوشان درملو د بیو له نابرابرۍ سر ټکوي

کابل ښار کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان شکایت کوي چې یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې بېلابېلې بیې لري او په وینا یې، درمل پلورونکي د هر ډول درملو لپاره په خپل سر بیې ټاکي. دوی له سرپرست حکومت، په تېره د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې بازار کې د درملو بیې کنټرول کړي.

د پکتیکا اوسېدونکي: ښرنه کې دې عصري ښاري اسانتیاوې رامنځته شي

د پکتیکا یو‌شمېر اوسېدونکي په مرکز ښرنه کې د ښاري پراختیا او عصري بڼې ته د یاد ښار د اوښتو غوښتنه کوي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي او دغه ښار کې یو‌شمېر کاروباریان وايي، هغه اسانتیاوې چې باید یو ښار یې ولري دې ښار کې نه تر سترګو کېږي.

له حیرتان بندره ۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول

د بلخ په حیرتان بندر کې د نورم او سټنډرډ امریت مسوولان وايي چې ۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې بېرته ازبکستان ته لېږلې دي.

د حیرتان سوداګریز بندر د نورم او سټنډرډ امر غلام یحیی لقمان ویلي چې دغه «ډیزل» تېل یې په لابراتوار کې تر چک او ارزونې وروسته نن یکشنبه د زمري ۱۵مه بېرته ازبکستان ته استولي دي.

افغانانو سره د بشري مرستو کمېدل؛ کارګران: مرستو ته مو اړتیا نوره هم ډېره شوې

خان‌ملا چې د کابل یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه دېوال ته ډډه وهلې وايي، سهار وختي له کوره را وتلی چې کار ومومي، خو لا چا نه‌دی بیولی. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، تېرو دوو کلونو کې پنځه ځله ورسره مرسته شوې، خو اوس یې ورته اړتیا ډېره شوې ده.