Asset 1SWN

کارپوهان: د «اقتصادي مشورتي بورډ» رامنځته‌کېدل به بې‌ګټې وي

F2w2jRyXsAA7YG7

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري د اقتصادي مشورتي بورډ له رامنځته کېدو سره هم‌مهاله د اقتصادي چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې دغه بورډ به د افغانستان اقتصادي پراختیا برخه کې اغېزمن ثابت نه‌شي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې له اغېزمنو سټراټیژیکو اهدافو پرته د اقتصادي مشورتي بورډ رامنځته کول به بې‌ګټې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ» کې به د پوهنتون استادانو، د اقتصادي مسایلو اړوند متخصصانو، سوداګر او صنعت‌کارانو څخه جوړ وي چې د اړتیا پرمهال به حکومت ته لازمې مشورې ورکوي.

د اقتصادي چارو یوه کارپوه اصف ننګ سلام‌وطندار ته وویل: «بورډ د یوه هدف لپاره رامنځته کېږي چې د دولتدارۍ په نظام کې لرلید ترتیب او یا د یوه اقتصادي سکټور لپاره چې ستاسو اهداف مشخصوي او دا اهداف تاسو یوه مقصد ته رسوي، تراوسه معلومه نه ده چې د ا.ا اقتصادي لرلید څه دی او افغانستان له اقتصادي اړخه غواړي چېرته ورسوي.؟»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یوه بل کارپوه د یاد بورډ د رامنځته کېدو په اړه سلام‌وطندار ته وویل چې د اقتصادي مشورتي بورډ رامنځته کول تازه کار نه دی او په وینا یې، دغه بورډ د ځانګړو پروګرامونو د پلې‌کېدو واک نه‌لري.

نوموړي وویل: «اقتصادي عالي شورا په دولت کې کوم امر او د لارښوونې صلاحیت او واک نه‌لري او که ځانکړی واک ورکړل شي، د نورو ادارو په دندو کې لاسوهنه رامنځته کېږي.»

په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسوولان بیا د اقتصادي مشورتي بورډ رامنځته کول د هېواد اقتصاد کې اغېزمن ګام بولي او وايي، ټاکل شوې چې دغه بورډ به حکومت ته اړینې مشورې ورکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «ټاکل شوې چې دغه بورډ به د مهمو موضوعاتو په اړه حکومت ته مشورې ورکړي او د پوهنتون استادان، اقتصادي کارپوهان، سوداګر او صنعت‌کاران به یې غړیتوب ولري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د مخکیني حکومت پرمهال هم د اقتصادي مشورتي بورډ د حکومت پر وړاندې د سترو ننګونو او ستونزو حل په موخه جوړ شوی و د کارپوهانو په وینا، فعالیتونه یې ګټور نه‌وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام