Asset 1SWN

کابل ښاروالي: تېر کال مو د سړکونو اړوند ۲۵ پروژې پلې کړي

F21dPyNWQAA4Dqv

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې پلازمېنه کابل ښار کې د سړکونو رغولو او بیارغولو اړوند ۲۵ پروژې پلې کړې دي.

د کابل ښاروالي مسوولانو نن یکشنبه د زمري ۱۵مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې تېر کال یې کابل کې څه باندې ۶۶کیلومټره په اوږدوالي سره فرعي سړکونه جوړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال محمد خالد سجستاني وویل: «کابل ښاروالي د ۶۶کیلومټره په اوږدوالي سرکونه او کوڅې اسفالت او کانکرېټ کړي چې پلنوالی یې له څلور تر ۴۰ مټرو ته رسېږي.»

د کابل ښاروالي مسوولان زیاتوي چې دا مهال کابل ښار کې د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۶ کانالونو او ۲۱ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

د دوی په وینا، دغه اداره په پام کې لري چې روان مالي کال کې هم د ۵،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي چې له دې ډلې ۷۷ سلنه یې د سړک جوړولو سکتور ته ځانګړې شوې دي.

د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمدقاسم افغان وویل: «په ۱۴۰۲ کال کې چې ټول سرکونه پلان شوي چې ځینې سروې او ځینې یې د ډیزاین او د تدارکاتو بهیر کې دي، اندازه یې ۱۰۴.۳۴۹ کیلومټره سرکونو ته رسېږي.»

له دې ټولو سره سره، د کابل ښاروالي مسوولان د تېرکال له زمري میاشتې راهیسې د روان کال د غبرګولي تر پایه د ۴ میلیارډه او ۲۲۸ میلیونه افغانیو د عواېدو راټولولو خبر هم ورکړی دی.

د کابل ښاروالي استازي نعمت الله بارکزي وویل: «له دې وړاندې د کابل ښاروالي ملکیتونو برخه کې د دولت او ملت ترمنځ کمېشن‌کاري وه چې اوس مو څېړلې او مخه یې نیول شوې ده چې ورسره د ښاروالي عواید هم لوړ شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم د کابل ښاروالي مسوولان تېر يوه کال کې د دغه رياست د لاسته‌راوړنو خبره کوي، خو د کابل ښار اوسېدونکو تل د ښار د پاکوالي په برخه کې د کابل ښاروالي له کارونو شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام