Asset 1SWN

لوګر کې پر مالدارانو د «څارویو خواړه او وسایل» وېشل شوي

IMG-20230806-WA0029

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان «FAO» له لوري په خروار ولسوالي کې پر سلو څارویو‌لرونکو کسانو د څارویو خواړه او وسایل وېشل شوي دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل چې دغه خواړه د خروار ولسوالي د وړو څارویو‌لرونکو مالدارانو باندې وېشل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې د دې پروګرام په ترڅ کې هر مالدار ته د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه خوراکه، د تروو ځګ، د پنېر جوړونې دیګونه او د کروت جوړونې بکسونه وېشل شوي دي.

همراز زیاتوي چې د دې مرستې له وېش موخه د څارویو د متراکمو خوراکي توکو ترویج، د غوښې د تولید زیاتوالي، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چی له دې وړاندې هم د لوګر ځینو ولسوالیو کې پر څارویو‌لرونکو د څارویو خوراکه ویشل شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام