پکتیا کې د شاتو پلور سوړ بازار؛ فارم‌لرونکي: پاکستان یې په خپل نوم خرڅوي

پکتیا کې د شاتو مُچیو یوشمېر فارم لرونکي دغه ولایت کې د شاتو خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نشتون له امله شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم په ډېرې سختۍ سره د شاتو مُچیو پالنه کوي، خو په وینا یې، خرڅلاو لپاره یې بازار نه‌لري.

د غزني ناوې ولسوالي ته په ۲۰میلیونه افغانۍ اداري ودانۍ جوړېږي

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند ناوې ولسوالي ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي.

یادې ولسوالي ته د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې نن سه‌شنبه د لړم نهمه د دغه ولایت د محلي چارواکو له لوري پرانېستل شوې.

جاپان د هرات زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

هرات کې د شوې زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د مرستو په لړ کې تازه جاپان یادو زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن سه‌شنبه د لړم نهمه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د جاپان دغه مرسته به د زلزله‌ځپليو ستونزو راکمولو برخه کې ګټوره تمامه شي.

د پاکستان خبرداری؛ بوګټي: ټول افغان کډوال به له دغه هېواده وایستل شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې دغه هېواد کې مېشت ټول افغان کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي.

سرفراز بوګټي دغه هېواد کې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د ثبت شویو کډوالو په ګډون به ټول افغانان د روان کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته دوو پړاوونو کې له دغه هېواده واېستل شي.

خوست کې د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي

په خوست کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولان وايي، د دې ولايت مرکز کې پر ۱۱۰جريبه ځمکه د کرنيزو تحقيقاتو يو ځانګړی فارم د جوړېدو چارې يې پيل کړې دي.

د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې له دوو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې

د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د یکشنبې په ورځ له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې.
د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي.

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقا.ني سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیې قومانداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې ۶۲۶ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي وو او نن یې سوځولي دي.

د اوزبکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته را رسېدلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې یو اوزبکستانی پلاوی نن سهار (د لړم اوومه، د یک‌شنبې ورځ) کابل ته راغلی دی. د خبرپاڼې پر بنسټ، د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد  خواجه‌بوف د دغه پلاوي مشري کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او کانونو او ټرانسپورټ وزارتونو وزیران، خپلواک رییسان او سوداګر په دغه شاوخوا ۴۵ کسیز پلاوي کې شامل دي. 

فاریاب کې کارګر: د وزګارتیا له امله پوزې ته راغلي یوو

د فاریاب د میمنې ښار یوشمېر کارګر وايي چې له وزګارتیا پوزې ته راغلي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه کارګر سلام‌وطندار ته وايي، له سهار تر ماښامه د میمنې ښار څلور لارو کې په دې تمه ولاړ وي چې څوک به یې د کار کولو لپاره بوځي. خو په وینا یې، ډېری وخت تش لاسونه کور ته ستنېږي.

د پنجشېر زمرد د څلورم ځل لپاره په څه باندې ۸۲۷ زره ډالرو وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري سلام‌وطندار ته ویلي چې د لړم په دویمه، د سه‌شنبې ورځ یې «۳۳۳۱.۷۵» جعبې تازه را اېستل شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو ملي سوداګرو ته ورکړي دي.