
کابل کې «۲۰۲۳ او د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې» په نوم غونډه وشوه
کابل کې د لسګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون د «۲۰۲۳ کال کې د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې» تر نوم لاندې غونډه وکړه.

کابل کې د لسګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون د «۲۰۲۳ کال کې د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې» تر نوم لاندې غونډه وکړه.

د جوزجان د اقچې ولسوالي محلي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې پر درې جریبه ځمکه د څارویو د یوه «مسلخ» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د هېواد په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره هممهاله، یوشمېر زدهکوونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ښوونځیو کې دې د ښوونکو مسلکيتوب ته جدي پام وکړي.

د پکتيا د ګردېز ښار اړوند د «عسکري فامیلیو، پوهنتون مېنې او ځينې نورو سیمو» یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اوبو سطحې ټيټېدو له امله یې سیمو کې څاګانې او کاریزونه وچ شوي چې خلک د څښاک اوبو له ستونزې سره مخ دي.

د روزګان والي د دغه ولایت ادارو او د ولسوالیو مسوولانو ته امر کړی چې تر راتلونکو دوو اوونیو دې یاد ولایت کې په افغانیو د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړي.

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمالختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او اوبه یې د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.
د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارملرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

روزګان کې یوشمېر کروندګر وايي چې هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت او پلور له بندیز وروسته کروندګرو بدیل کښتونو ته مخه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې اړمنو خلکو ته د دغه سازمان د بشري مرستو کموالی ناهیلی کوونکی او د اندېښنې وړ دی.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وایي، دغه روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې له دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې د دغه ولايت حوزوي روغتون ته د اړتيا وړ درمل ورکول، خو اوس یادې ادارې له دغه روغتون سره خپلې مرستې بندې کړې دي.

د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالي کې د «میتال ماینګ» کمپنۍ له لوري د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړېږي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یې د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د دوه نیم کیلومټرو په اندازه د ویالو جوړولو چارې پیل کړي دي.

د سرپل د ښار او کور جوړونې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «ښوونکو ښارګوټي» د جوړېدو عملي چارې پیل شوي دي.
د دوی په وینا، دغه ښارګوټی پر ۱۵۰ جریب ځمکه د دغه ولایت مرکز کې جوړېږي.

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

هېواد کې د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان سره هممهاله یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي، که ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای، ډاډ وې چې په لوړو نمرو به یې د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پیدا کړې وه.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي.

د افغانستان بانک وايي چې سبا سهشنبه د وږي ۱۴مه به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه د وږي ۱۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سهشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.