
تېرو دوو کلونو کې ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

د ا.ا ویاند ذ.ب.ېحالله م.جاهد د افغانستان په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا ناستې ته په غبرګون کې سلاموطندار ته ویلي، نړیواله ټولنې خپل ټول پام د افغانستان پر کوچنیو مسایلو ورټول کړی دی.

د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري د ځوانانو هڅونې په موخه د زدهکوونکو له لوري جوړ شوي تخنیکي وسایل د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شول.

شېرمحمد عباس ستانکزي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.

پکتیا کې یوشمېر سوداګر وایي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز ښار څخه د ډندپټان ولسوالي ته د ګمرک لېږد له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سرپل والي دغه ولایت کې د یوې ناستې پر مهال کوچیانو ته د یوه ښارګوټي د جوړېدو او د زدهکړو د زمینې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه پرون دوشنبه د تلې درېیمه مسکو ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي د روسیې په بلنه یاده ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالي کې د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالله محمدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

د اتریش د ښياړخه ازاد ګوند غړیو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د نړۍ له لوري د ا.ا په رسمیت نهپېژندنې له امله خواشیني ښودلې ده.

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې نن له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د کندهار د اطاعاتو او فرهنګ رییس انعامالله سمنګاني وايي چې اسلام کې د دیني او عصري علوم ترمنځ توپیر نشته او د دواړو ترمنځ په لوی لاس واټن رامنځته شوی دی.

حبیبالله اغا پرون یکشنبه د تلې دویمه دغه ولایت کې د یوې دینې مدرسې د جوړېدو چارو د پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، هلکان او نجونې حق لري چې دینې زدهکړې وکړي او په وینا یې، «د هلکانو په پرتله د نجونو جهل زیات دی.»

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د لوېدیځې حوزې په څلورو ولایتونو کې به سبا دوشنبه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړي.
دغه کمپاین به سبا دوشنبه د تلې درېیمه هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه لیکوالان چې اقتصادي ستونزې لري، کتابونه او نور ناچاپ شوي اثار به یې په وړیا توګه چاپ کړي.

کابل کې یوشمېر ښځې وايي چې د کوچنیو «ښاري موټرو» مخکینۍ څوکۍ کې د کېناستو له امله اړ دي چې موټرچلوونکي ته دوه برابره کرایه ورکړي.
یوشمېر دغه مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې دې چارې یې تګراتګ ستونزمن کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصفخان دراني سره لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ستونزې دې د یوې ګډې کمېټې له لوري هوارې شي.