
د خوست اورتوپیدي مرکز کې د ښځینه ډاکټرې نشتون؛ «ناروغانې له لاسه ورکوو»
خوست کې د اورتوپیدي او فزیوترافي ناروغیو د درملنې ځانګړي مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو او کارکوونکو د نشتون له امله ښځینه ناروغانې له ستونزو سره مخ کړي دي.

خوست کې د اورتوپیدي او فزیوترافي ناروغیو د درملنې ځانګړي مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو او کارکوونکو د نشتون له امله ښځینه ناروغانې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني د مالستان ولسوالي اوسېدونکو له لوري په دغه ولسوالي کې یوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه.
دغه ښوونځی د مالستان ولسوالي په «کمرک» کلي کې جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو ته یې د یوه کمپ جوړېدو لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

پکتیا یو له هغو ولایتونو دی چې د مرکز ګردېز په ګډون یې ټولو ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ګڼ کاریزونه او چینې درلودې چې خلکو د څښاک او کرنې لپاره ترې استفاده کوله.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ایران او پاکستان پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو لپاره له دغو هېوادونو د افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د تلې ۱۹مه بلخ کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د پرانېستلو پر مهال کړې دي.

هرات کې د پرلهپسې زلزلو له امله د دغه ښار ګڼشمېر اوسېدونکي له ښار څخه د وتلو په هڅه کې دي.
د راپورونو له مخې نن سهار ۵:۱۲ بجې یو ځل بیا دغه ولایت کې زوروره زلزله شوې چې زیانونه یې هم اړولې دي. د دې ترڅنګ د زلزلو له وېرې نن چهارشنبه د هرات ښار ګڼشمېر اوسېدونکي له دغه ښاره د وتلو په هڅه کې دي.

په کابل کې د اوزبکستان سفارت نن (سه شنبه د تلې ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته نږدې سل ټنه بشري مرستې لېږلې دي.

د هرات زندهجان ولسوالي کې د شوې زلزلې له کبله د زیانمنو کورنیو پاتې ژوندي کسان له حکومت د سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې شته خېمې ورته بسنه نهکوي او په وینا یې، تر خېمو لاندې په سړه هوا کې ژوند ستونزمن دي.

د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د اوبلن ګازو بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.
دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایت په بازارونو کې دې د اوبلن او سوند توکو بیې کنټرول کړي.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو د یوې پرېکړې له مخې د خپلې یوې ورځې معاش د هرات زلزلهځپلیو کورنیو ته د مرستې په توګه ځانګړی کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې هرات کې د شوې زلزله له امله ژوندي پاتیو کسانو ته یې د څښاک پاکې اوبه او خواړه رسولې دي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د هرات زلزلهځپلیو ته به په اساسي او معیاري توګه د هستوګنې کورونه جوړ کړي.
عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزلهځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې له چین څخه ۲۲ کانتینره سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدول شوې دي.
دغه سوداګریز توکي نن دوشنبه د تلې ۱۷مه له دغه هېواده افغانستان ته انتقال شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې هرات کې د شوې زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د اقتصاد وزارت سرپرست دینمحمد حنیف وايي چې بهرنۍ او کورنۍ موسسې دې هرات کې له زلزلهځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې د مرستو راجلبولو لپاره په جوړې شوې مشورتي ناسته کې کړې دي. دغه ناسته د هرات زلزلهځپلیو ته د مرستو ټولولو په موخه جوړه شوې وه.

خوست کې د مزور بوټو څخه د لاسي صنایعو جوړونکي او کاروباریان وايي چې د پخوا په پرتله یې په دې وروستیو کې کاروبار پیکه شوی دی.
له ياد بوټي څخه چې د کور بېلابېل وسایل جوړېږي، جوړونکي یې وايي، د دغه کاروبار له پیکهکېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.