میدان‌وردګ کې دوه‌نیم ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت به بېلابېلو ادارو سره په همغږۍ دوه‌نیم ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له بازارونو څخه راټول او نن «چهارشنبه، غويي ۱۲مه» یې د یوه ګډ کمېسیون په مخکې وسوځول شول.

لوګر کې د «کبانو روزنې» دوه فارمونه جوړ شول

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې د کبانو روزنې دوه مرکزونه «فارمونه» پرانېستل شول.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي د یادو مرکزونو پرانېست‌غونډې ته وویل، د کبانو روزنې دغه مرکزونه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ۶زره کبانو روزنې په ظرفیت جوړ شوي دي.

پروان کې کروندګر: اضافي بوټو مو کښتونو ته زیان اړولی

په نړۍ کې د انسانانو د نفوس زیاتوالي د خوړو اړتیا هم زیاته کړې چې ورسره حکومتونه اړ دي، د خوړو سرچینو زیاتولي ته لازمه پاملرنه وکړي.

افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د وګړو شمېر یې مخ پر زیاتیدو دی او هم‌مهاله د خوړو برابرولو لپاره د شته سرچینو ښه مدیریت او زیاتیدو ته اړتیا پېښېږي.

پنجشېر کې ۶۹۳ قیراط «زمرد» په څه باندې ۲۰۰زره  ډالرو وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د پلور په ۱۷م پړاو کې ۶۹۳ قیراط زمرد په ۲۰۴زره او ۹۰۰ ډالره پر ملي سوداګرو پلورل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د زمردو د پلور دې بولۍ کې څه باندې ۱۰۰ ملي او دوو «پاکستاني او هندي» سوداګرو هم ګډون کړی وو.

لوګر کې د اورښتونو له امله ۹۰هستوګنیز کورونه نړېدلي

د لوګر محلي چاراکي وايي چې د وروستیو اورښتونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې لسګونه د هستوګنې کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیز فصلونه هم له‌منځه تللي دي.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په ازرې ولسوالي کې د هستوګنې ۹۰ کورونه نړېدلي او ۱۸۰۰جریبه کرنیز فصلونه او بڼونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار کې اورښتونه؛ پنځه کسان مړه شوي او ۱۶زره جریبه ځمکه له‌منځه تللې

ننګرهار کې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او له امله یې راوتلو  سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني وایي، دغه ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې په‌کې د غنمو، سبزیجانو او هندواڼو فصلونه شاملېږي، له‌منځه تللې دي.

هرات کې پر لمونځ‌کوونکو برید؛ یوناما: په کلکو ټکو یې غندو

افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي «یوناما» په هرات کې پر لمونځ‌کوونکو وسله‌وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

یوناما نن سه‌شنبه، غويي ۱۱مه، پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «یوناما بېګاه شپه هرات کې د شیعه‌وګړو پر جومات شوی چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون، اووه کسان وژل شوي او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.»

د لوګر مخابراتو ریاست: شبکې دې د سېم‌کارتونو ثبت لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي

د  لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو په مرکز پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل، ټولې مخابراتې شبکې اړې دي چې د سېم‌کارتونو ثبت لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دوه ورځې وړاندې د اترا ملي ادارې له مخابراتي شبکو غوښتي دي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د پېرودونکو ناثبت سیمکارتونه ثبت کړي.

بلخ کې د تازه ګلانو پلورونکي: د ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې

بلخ کې د تازه ګلانو یوشمېر پلورونکي وایي چې پخوا به دغه ولایت کې دولتي ادارو او خلکو له دوی ګلان پېرل، خو اوس یې کاروبار مزه نه‌لري.

د تازه ګلانو دغه پلورونکي وايي، د بې‌وزلي او وزګارتیا له امله د تازه ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې. دوی زیاتوي چې سږکال یاد ولایت کې د ګلانو پلور بازار سوړ شوی او تازه ګلان یې له وچېدو سره مخ دي.

د میدان‌وردګ بڼوال: وروستیو واورو سخت اندېښمن کړي یوو

د میدان‌وردګ اوسېدونکي وایي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په چک، دایمیرداد، بهسودو، جلرېز، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې واوره شوې چې دوی یې سخت اندېښمن کړې دي.

د چک ولسوالي یوه بڼوال سباوون سلام‌وطندار ته وویل، وروستۍ واورې دغه ولایت کې بڼوال او کروندګر سخت اندېښمن کړي او ډېری سیمو کې مېوه‌لرونکو ونو د مېوې ګلان کړي چې دغه ګلان  د واورې له امله یخ وهلي دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌‌شنبه، غویي۱۱مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د غوي لسمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

کاپیسا کې د واورې ورېدو له امله د دوو ولسوالیو لارې تړل شوي

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن دوشنبه، غويي لسمه، د واورې ورېدو له امله د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته وايي چې د اله‌سای او تګاب ولسوالیو لویې لارې د واورې اورښت له امله د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوي. د اله‌سای لویه لاره د داسکین او واشپي درې سیمه کې تړل شوې.

هلمند کې تېره میاشت د اورښتونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ ټپیان شوي

د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د تېرې وري میاشتې پرمهال د اورښتونو او سېلابونو روتلیو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.

د مسوولانو په وینا، د سېلابونو ترڅنګ، توپانونو، ږلۍ او تالندې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ وروستیو درېوو کلونو کې ډېری افغانان کډوال شوي

د سروې پایلې ښيي چې د ۳۱۲ کورنیو له ډلې یې، د ۲۳۸ کورنیو غړیو کډوالي کړې او ۷۷سلنه کورنیو چې د کورنۍ غړي یې کډوالې کړې، ویلي، د کورنۍ ډېری غړي یې د وروستیو درېوو کلونو او افغانستان کې له سیاسي تحولاتونو وروسته کډوال شوې دي.

د سېلابونو خبرداری؛ پېښو ته د رسېدو وزارت: درېوو ورځو کې اته کسان مړه شوي

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان د هېواد د سیندیزو حوزو په یوشمېر سیمو کې د اورښتونو، د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې د لوړېدو په تړاو خبرداری ورکوي

د یاد وزارت مسوولان وايي، د روانې اوونۍ د سه‌شنبې تر ورځې د باران او واورې د اورښت له امله د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډېر دی.