
لوګر کې لسګونه مېله وسله او مهمات نیول شوي
لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وایي، امنیتي او کشفي ځواکونو په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه مېله سپکه او درنه وسله او مهمات نیولي دي.

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وایي، امنیتي او کشفي ځواکونو په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه مېله سپکه او درنه وسله او مهمات نیولي دي.

سلاموطندار په پلازمېنه کابل کې د کورنیو ترمنځ «نجونو او هلکانو» ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې په تړاو له ۳۶نجونو او هلکانو سره مرکې کړې دي.
د مرکو پایلې ښيي چې په کورنیو کې د نجونو په پرتله هلکانو ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې ته ډېر پام کېږي او نجونې ترې محرومې دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو دويم پړاو پیلېدو راهیسې زرګونه کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستنې شوي دي.
یوشمېر راستانه شوي سلاموطندار ته وايي، هېواد ته په راتګ خوښ دي، خو د سرپناه نشتون او وزګارتیا سره لاس او ګرېوان دي.

درېوو اروپايي هېوادونو داسې مهال فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ خونړۍ جګړه لا هم روانه ده.
ناروې، ایرلنډ او اسپانیا ګډه پرېکړه وکړه چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. دا پرېکړه د ترکیې او قطر په ګډون د ځینو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوه.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابوادریس وايي، د وروستیو سېلابځپلیو د لاسنیوي په موخه د ایران د بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه چې شل ټنه ده، پرون بلخ ولایت ته رسېدلې ده.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ له لوري د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی.
دغه وزارت نن د غبرګولي څلورمه، د جمعې ورځ پر خپلې اېکسپاڼې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پهکې لیکل شوي، دغه پرمختګ داسې مهال کېږي چې اسراییلو پر غزې برید سره «د نسلوژنې جګړهیيز جنایتونه» کوي.

افغانستان او پاکستان کې د پولیو «ګوزڼ» ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو څلور ورځنۍ غونډه تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل

افغانستان کې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه لامل شوي چې دوی ټولنې ته د ورګرځېدو او ځانبسیاینې لپاره په نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړي. له یادو مېرمنو اووه یې په کندوز، شپږ یې په بدخشان، څلور یې جوزجان، پنځه یې فراه او یوه مېرمن هم په تخار کې فعالیت کوي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، د خوړو او درملو ملي ادارې سره په همغږۍ د مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۴ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ټول کړي او د رسنیو پر وړاندې یې لهمنځه وړي دي.

د ازموینو ملي ادارې نن پنجشنبه، غبرګولي دویمه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ۱۴۰۳کال د عمومي کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه.
په دې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل چې د روان کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.

د پکتیکا په «یحییخېلو» ولسوالي کې د ۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پکتيکا ولايت مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې پرون «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د یوه سوداګر په شخصي لګښت د یحییخېلو ولسوالي د «غيبيخېلو» سيمه کې د يوه پُل د جوړېدو چارې پيل شوې.

ملګروملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې اعلان ترڅنګ وايي چې سرپرست حکومت ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د جون پر ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د هېوادونو د ځانګړيو استازیو په ګډون جوړه شي.

د سرپرست حکومت مسوولان وايي، د روان مالي کال ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي او د سږکال ملي بودیجه هم د تېرکال په څېر له کورنیو عوایدو تامین شوې.
سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې د بودیجې څومرهوالي په اړه له جزییاتو ورکولو پرته توشیح کوي.

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې «سهشنبه، مې ۲۱مه» د قزاقستان پلازمېنه استانه کې پیل شوې، د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر مسلې هم پهکې خبرې شوې دي.

د ګردېزښاروالي او چاپېریال ساتنې ادارې نن «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د هټۍوالو، اوسېدونکو او چارواکو په ګډون د ګردېز ښار پاکوالي په موخه اشر کړی دی.
د ګردېز ښاروال حبيبالرحمن منصور وايي، دغه اشر یې د ښارپاکولو، ښاریانو ته د ښار پاکساتنې فکر ورکولو او د ښاري فرهنګ ترويج په موخه په لاره اچولی و. د ګردېز ښار یوشمېر ښاریان هم چې په یاد اشر کې یې ګډون کړی وو، له نورو خلکو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام وکړي.

خوست کې هغه درې کسان نیول شوي چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې د خلکو کورونو ته «لاسي بمونه» وروغورځوي.
د خوست امنیه قومنداني څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د څلورمې امنيتي حوزې ځواکونو د یادې حوزې «ګوډاخارهسیمه» کې دغه کسان نیول شوي دي.