Asset 1SWN

ګردېز کې د «ښار پاکوالي» لپاره اشر شوی

اشر

د ګردېزښاروالي او چاپېریال‌ ساتنې ادارې نن «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د هټۍ‌والو، اوسېدونکو او چارواکو په ګډون د ګردېز ښار پاکوالي په موخه اشر کړی دی.

د ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي، دغه اشر یې د ښار‌پاکولو، ښاریانو ته د ښار پاک‌ساتنې فکر ورکولو او د ښاري فرهنګ ترويج په موخه په لاره اچولی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز د یاد اشر د پیل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې ښار د تولو ګډ کور دی او د پاک‌ساتلو مسوولیت یې هم د ټولو پر غاړه دی.

هغه د ګردېز ښار له هټۍ‌والو او نورو ښاریانو وغوښتل چې کثافت دې د ښار سړکونو او ویالو ته د غورځولو پر ځای، کېښودل شویو ځانګړو کثافت‌دانیو کې واچوي.

د نوموړي په وینا، که هټۍ‌وال او نور ښاریان ورسره د پاکوالي په برخه کې مرسته ونه‌کړي، د ښاروالي د تنظیف کسان په یوازې ځان نه‌‌شي کولای، د ښار ټول واټونه، کوڅې او ویالې پاکې کړي.

د ګردېز ښار یوشمېر ښاریان هم چې په یاد اشر کې یې ګډون کړی وو، له نورو خلکو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام وکړي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي هراتي وویل چې په ښار کې ګڼ‌شمېر کثافت د کثافت‌دانیو پر ځای ویالو او سړکونو کې غورځوي چې د بارانو پرمهال ویالې بندېږي او ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ګردېز ښاروالي د مسوولانو په وینا، د ښار پاکوالي ترڅنګ به سمسورتیا ته هم ځانګړی پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام