Asset 1SWN

خوست کې درې کسان کورو ته د لاسي‌بمونو د غورځولو په تور نیول شوي

مجرم

خوست کې هغه درې کسان نیول شوي چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې د خلکو کورونو ته «لاسي بمونه» وروغورځوي.

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د څلورمې امنيتي حوزې ځواکونو د یادې حوزې «ګوډاخاره‌سیمه» کې دغه کسان نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې لیکل شوي، نیول شویو کسانو غوښتل د پیسو په بدل کې کورو ته لاسي بمونه (ګرنیټونه) ور وغورځوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له نیول شویو کسانو سره درې لاسي بمونه هم نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې امنیتي ځواکونه د هغو کسانو په لټه دي چې نیول شویو کسانو ته یې د یاد پلان په بدل کې پیسې ورکولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام