Asset 1SWN

د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان پر ثبات او امنیت ټينګار شوی

rss-efe20ee184d1dc151790837c91436050803b9f32283w-1120x747

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې «سه‌شنبه، مې ۲۱مه» د قزاقستان پلازمېنه استانه کې پیل شوې، د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر مسلې هم په‌کې خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو دغه غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د مخدره توکو قاچاق او د ثبات ټينګښت په برخه کې افغانستان سره پر همکاریو ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکي د افغانستان د مسلې حل لپاره د شانګهای همکاریو سازمان رول مهم بولي او ټینګار کوي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه کولای شي، له بې‌برخلیک سیاسي وضعیت د افغانستان د وتو او د نړیوالو غوښتنو منلو لپاره اوسني حکومت ته د قناعت ورکولو په برخه کې زمینه برابره وکړي.

د سیاسي چاروکارپوه عبدالجبار اکبري سلام‌وطندار ته وویل: «که د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې‌کولو، د اوسنیو ترینګلتیاوو پای او سیاسي جوړښت رامنځته کولو لپاره دا هېوادونه د نظر یووالی ولري، د دې سازمان له توان پوره ده. په دې شرط چې د یاد سازمان غړي هېوادونه دا درک کړي چې افغانستان یوه ناوړه وضعیت کې دی او باید نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.»

افغانستان سره پر همکارۍ د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د ټینګار ترڅنګ، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ دار سره له دې چې دغه غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې د افغانستان له سرپرست حکومت د تضمین غوښتنه کړې، د افغانستان لپاره یې د شانګهای سازمان د تماس ډلې د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې.

د چارو کارپوهان وايي، د اندېښنو له‌منځه وړو او د افغانستان د ستونزې حل لپاره اړتیا ده چې د سیمې په ځانګړې توګه د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه خپلو کې اجماع ولري.

د سیاسي مسایلو کارپو نجیب‌الرحمان شمال وویل: «د شانګهای همکاریو سازمان چې د سیمو هېوادونو جوړ دی، د سیمې ستونزو هواري لپاره مهم رول لوبولی شي، په دې صورت کې دا چې هېوادونه سیمه کې ګډ هدفونه ولري.»

سرپرست حکومت د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان په اړه د مطرح شويو څرګندونو په اړه نظر نه دی ورکړی او د سرپرست حکومت ویاندویانو هم په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې ورځې غونډه کې د افغانستان مسلې ترڅنګ، د منځني ختیځ بدلونونو او د دغه سازمان لپاره د نوي سرمنشي ټاکلو په اړه هم بحث او خبرې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام