کندوز کې ۸ امنيتي ځواکونه او ۵ ملکيان وژل شوي

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی چې ۸ سرتېري په‌کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

ايوبي وویل، افغان ځواکونو تر دغو نښتو وروسته پر وسله‌والو هوايي برید کړی چې ۵ ملکي وګړي او ۶ وسله‌وال په کې وژل شوي.

دانش: د ویاندویانو فعالیت د حکومت کړنې کمزورې ښيي

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوه غونډه کې د حکومت د ویاندویانو له فعالیت څخه نیوکه وکړه او ويې ويل، یو شمېر له دغو ویاندویانو له مسایلو بې خبره دي او غیر مسلکي عمل کوي.

کابل کې يو شمېر لوستې نجونې: د کاري تجربې نه لرلو له کبله دوکانداري کوو

په پلازمېنه کابل کې یو شمېر په زده کړو سمبالې نجونې وايي، په اړوندو تحصیلي څانګو کې د کار او کاري تجربې نه لرلو له کبله یې دوکانداري پيل کړې ده. په کابل ښار کې د عطرو یوه پلورونکې نوشین حلیمي وايي، سره له دې چې د حقوقو برخه کې زده‌کړې لري؛ خو اوس عطر پلوري.

افغان دولت د امریکا له نوي ولسمشره د سولې خبرو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د امریکا له نوي ولسمشره د قطر تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت وغوښتل چې په دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو اترو پروسې ته له سره کتنه وکړي.

کندهار کې موټربم برید ۴ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان کړي

وسله‌والو مخالفانو نن سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ له چاودېدونکيو توکو ډک مازدا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه. دغه موټربم برید د ځاني مرګ‌ژوبلې ترڅنګ سیمه کې ډېر کورونه او دوکانونه هم نړولي.

د کندهار د عامي روغتیا رييس ډاکټرمحمد طاوس اشرف نادري وايي، پېښې څخه تراوسه ۴ جسدونه او ۳۶ ټپيان بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.

صالح: پر کابل پوهنتون بریدګرو خپلې ګوتې په لاسي بمونو الوځولي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو یې نوې موندنې ښيي چې ترهګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوځولي دي. نوموړی وايي، دغه کار ښيي چې ترهګر پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.

د امريکا له راتلونکي ولسمشره د طالبانو غوښتنه: د دوحې هوکړه عملي کړئ

طالبانو د امريکا له راتلونکي ولسمشره غوښتي چې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو ته، غاړه کېږدي.

د طالبانو يوه وياند تېره ورځ فرانس پرس ته ويلي چې د دوی مشرانو هوکړه له شخص سره نه بلکې د امريکا له حکومت سره لاسليک کړې ده. د دوی اشاره جوبایډن ته ده چې د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ نه مخکې دی.

غزني پوهنتون کې ښځینه محصلانې د ليليې د نشت له کبله زده‌کړې خوشې کوي

د غزني پوهنتنون يو شمېر ښځينه محصلې چې د دې ولايت له نورو ولسواليو او نورو ولايتونو پر زده‌کړو بوختې دي، د ليليې نشت له کبله زده‌کړې خوشې کوي.

دغه محصلانې وايي، د ليليې نشت يې ورنه د زده‌کړو د دوام فرصت اخيستی دی. دوی وايي، په اوونيو اوونيو اړې شوي، کوڅه په کوڅه وګرځي تر څو اوسېدو لپاره ځای پيدا کړي؛ خو څوک نه حاضرېږي چې کور ورته په کرايې ورکړي.

د امريکا ټاکنو کې د جوبایډن بریالیتوب او د افغانستان پر سیاسي کشالې يې اغېز

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن خپل جمهوریت پلوه سیال ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د دې هېواد ۴۶م ولسمشر شو. بایډن په داسې حال کې واک ته رسېږي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې بحثونه تاوده دي او ټرمپ په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پروسه پيل کړې ده.

تېره یوه شپه او ورځ کې په کرونا ویروس ۶ اخته کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶ ناروغانو ژوند بایللی او ۱۲۶ نور پرې تازه اخته شوي دي.

د دوی په وينا، د کرونا ویروس ۴ ناروغان په کابل او ۲ هم په بلخ ولایت کې مړه شوي دي چې په دغو شمېرو سره د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس د مړینې شمېره یو  ۱۵۶۲ ته پورته شوې ده.

د بې‌وطنۍ د رنځ کيسه

کندوز شمال ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو شمېرل کېږي چې دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دغه ولایت کې پرله‌پسې ناامنۍ او بې‌کارۍ لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان یې بهر هېوادونو ته نامنظمه کډوالي وکړي.

زیاتره دغه ځوانان چې د ناامنیو او کاري زمینو د نه موجوديت له کبله یې نامنظمه کډوالۍ کړي، دردناکې کیسې لري. یو له دغو ځوانانو د کندوز ۲۴ کلن عبدالله صالح‌زی دی.

طالبانو د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ ښوونځيو کې د اوزبکي ژبې تدريس منع کړ

د فاریاب ولايت محلي مسوولان وايي، طالبانو په دې ولايت کې له تدريسي نصابه د اوزبکي ژبې مضمون لرې کړ.

د ياد ولايت والي نقیب‌الله فایق سلام‌وطندار ته وايي، د فارياب ولايت دولت‌اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې مسوول مولوي حنفي د خپلې کنټرول لاندې سيمو کې د ښوونځيو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې له تدريسي نصابه د اوزبکي ژبې مضمون لرې کړي.

د پارک سینما ټغر ور ټول شو

کابل ښاروالۍ وايي، د پارک سینما ودانۍ د ورانولو چارې يې پيل کړې.  د يادې ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، د پارک سینما ودانۍ د ګټې اخیستنې او د بيا جوړېدو وړ نه ده نو ځکه غواړي چې له منځه یې یوسي.
سميرا رسا دغه راز وایي، د یادې سینما له سره جوړولو لپاره تراوسه کومه طرحه نه ده جوړه شوې.
په ورته وخت کې افغان فلم د پارک سینما د ورانېدو په اړه غبرګون کې ويلي دي چې د یادې سینما ورانول د فرهنګ پر خلاف کار دی او د دې کار مخه باید ونیول شي.

د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو امام‌صاحب ولسوالۍ کې د پوځ او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو مقاومت سره مخ شوي دي.

«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو پاکه شوه

په کندهار کې ځایي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالۍ یې له وسله‌والو طالبانو پاکه کړې ده. د ياد ولايت د والي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، له تېرې ورځې راهیسې يې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاڼیز پوځي عملیات کړي دي.