د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

د کابل په ارغندې کې موټربم چاودنې ۴ کسان ووژل

ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سيمه کې د ملي اردو پر يوه ټولي موټربم چاودنه کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار ۶ بجې د کابل ـ پغمان ولسوالۍ ارغندې چوک سیمه کې وشوه  ۴ کسان په کې ټپيان شوي دي.

د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ مرکز بالاحصار کې د امنیتی ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي وايي چې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. نوموړی د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

د روزګان د دهراوود ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ولوېد

د روزګان ولايت محلي مسوولان وايي، د دهراوود ولسوالۍ له مرکز نه امنيتي ځواکونو «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ویلي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو پر بازار او امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ او نورو نظامي مرکزونو ډله‌ییز بریدونه کړي او امنيتي ځواکونو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې مخنيوي لپاره «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده ده

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.

په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.

پکتيا کې طالبانو له ساختماني شرکتونو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ اخيستي

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسله‌وال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسله‌وال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.

له چاودېدونکيو توکو ډک موټر چې له ايرانه افغانستان ته دننه کېده، ونيول شو

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

کرونا د افغانستان اقتصاد ځوړ حالت ته بيولی

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل شوی دی.

د هرات د مصلی پنځم منار بیا رغونې لپاره اغاخان بنسټ چمتووالی وښود

ولسمشر ماڼۍ اعلان کړه چې د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات د مصلی پنځم منار بیا رغوي.

صدیق صدیقي نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه وليکل چې د اغاخان فرهنګي بنسټ ولسمشر ته په يوه ليک کې ډاډ ورکړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د بیا رغونې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

پر مدني ټولنو بريد د طالبانو راتلونکې موخه؛ صالح خبرداری ورکړ

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ملي امنيت له قوله وايي، طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې موخه وګرځوي.  نوموړی وايي، د طالبانو په اند هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زيانمنوي، د دې لامل کېږي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي…

د کندهار  ميوند ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ۲ ښوونځي وران کړي

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلام‌وطندار ته وویل، میوند ولسوالۍ کې د دوه ورځې وړاندې موټربم برید د «ملالې میوندۍ او د غازي ایوب خان» د ۲ لېسو او د ولسوالۍ د پوهنې امریت یو شمېر خونې ورانې کړې دي.  

د امریکا له نوي حکومته د طالبانو بله غوښتنه

وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن د ټاکل کېدو په مناسبت ویلي چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه وثیقه ده او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دغه راز د امریکا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل د دواړو ملتونو په ګټه دي.

۳ ولایتونو کې تېرې شپې راهیسې ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تېرې شپې راهیسې یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو او موټربم برید راپورونه ورکړل شوي دي چې له کبله يې يو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ چې ۸ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

کندوز کې ۸ امنيتي ځواکونه او ۵ ملکيان وژل شوي

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی چې ۸ سرتېري په‌کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

ايوبي وویل، افغان ځواکونو تر دغو نښتو وروسته پر وسله‌والو هوايي برید کړی چې ۵ ملکي وګړي او ۶ وسله‌وال په کې وژل شوي.

دانش: د ویاندویانو فعالیت د حکومت کړنې کمزورې ښيي

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوه غونډه کې د حکومت د ویاندویانو له فعالیت څخه نیوکه وکړه او ويې ويل، یو شمېر له دغو ویاندویانو له مسایلو بې خبره دي او غیر مسلکي عمل کوي.