د کورونا وېره؛ خوست کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

 خوست کې په موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه پر تنفسي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. د خوست اوسېدونکي وايي چې د هوا په سړېدو سره د ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر خلک پر تنفسي ناروغۍ اخته شوي چې وېره لري، کورونا ویروس نه وي.

کرزی پاکستان ته: له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده. پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

ذبېح‌الله مجاهد پاکستان ته: له بې‌بنسټه او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون سه‌شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت د پاکستان په ګډون ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او پاکستان څخه یې غوښتنه کړې چې له پاروونکو او بې‌بنسټه څرګندونو ډډه وکړي. ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې د تاسف وړ دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ملي پروګرام پیل کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېرو څو ورځو راهیسې کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د ټول هېواد په کچه له کورنیو محصولاتو د ګټې اخیستنې ملي پروګرام پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد له ټولو حکومتي ادارو غواړي چې کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره کورني تولیدات وکاروي.

د پاکستان د دفاع وزیر: د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي

د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي چې له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر له جیو‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د ښځو پر کار بندیز؛ بلومبرګ: افغانستان د کال یو میلیارډ ډالر زیان ویني

وروسته له هغې چې اسلامي امارت نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، اوس د افغانستان د اقتصادي وضعیت ترینګلتیا په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د بلومبرګ خپروندی په یوه رپوټ کې ویلي چې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز سره به افغانستان د کال تر یو میلیارډ ډالر زیان وویني.

شنونکي: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې پر ا.ا د فشار راوړلو لپاره دي

افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او فعالیت په اړه وروستۍ ادعاوې د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت ترمنځ پر یوه تقابل د بدلېدو په حال کې دي. د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان حکومت پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره پلمې لټوي او افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ د شتون ادعا هم یوه پلمه ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا سه‌شنبه مرغومې دیارلسمه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک نن دوشنبه د مرغومې دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سبا به د لیلام په توګه ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې د روانې مرغومې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې پر ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان وژلي

فلسطیني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نن دوشنبه د مرغومې دولسمه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې جنین ښار ته څېرمه له اسرایلي ځواکونو سره په نښته کې د یوه ۱۷ کلن ځوان په ګډون دوه فلسطینیان وژل شوي دي.