
کارپوهان: د ایران د «حقابې» مسله باید سیاسي نه شي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې ټینګار کړی چې له هلمند سیند څخه د «حقابې» اخیستل، د ایران لومړیتوب دی او دې برخه کې یې ا.ا سره خبرې هم روانې دي.
نوموړي د ا.ا له مسوولانو وغوښتل چې د ایران «حقابې» موضوع روښانه کړي او دغه هېواد ته خپله حقابه ورکړي. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو لهخوا دغه غوښتنه په جدي توګه مطرح شوې ده.














