بهر کې د افغان‌بندیانو د ازادولو هڅې؛ ا.ا یې په اړه هېوادو سره غږېږي

د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۵مه ناسته کې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د خوشې‌کولو په اړه د یادو هېوادونو له حکومتونو سره پر خبرو ټينګار شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ډاډ ورکوي چې بهر کې د ټولو افغانانو ستونزو ته به پاملرنه کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت کندهار پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیلوي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د کندهار پوهنتونو کې به ډېر ژر د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې «سه‌شنبه، سلواغې لسمه» د کندهار پوهنتون کې د رغنیزو پروژو د چارو پیل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وکړې.

د ټرانسپورټ وزارت له خصوصي سکټور سره د څه‌باندې ۲میلیارډ افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن «چهارشنبه، سلواغې ۱۱مه» کابل کې له خصوصي سکټور سره د څه باندې دوه میلیارډ افغانیو په ارزښت د درېوو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل. همداراز د کابل هوايي ډګر د انتظارخونې او پارکېنګ لپاره هم ۳۵۰میلیونه افغانیو د پانګونې قرارداد هم لاسلیک شوی دی.

کابل پرون د یوولسو هېوادونو د استازیو په ګډون د سیمه‌يیزې غونډې کوربه و

کابل پرون ناوخته د یوې مهمې سیمه‌ييزې غونډې چې په څه باندې دوو کلونو کې یې مخینه نه لرله، کوربه‌توب وکړ. دا غونډه «د افغانستان سیمه‌ييزې همکارۍ نوښت» په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا پیل شوه او نورې ویناوې له رسنیو پټې په‌کې وشوې.

ټرافیکي پېښو په لسو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درې‌زره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. مسوولان پر لويو لارو د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بولي.

د کانونو وزارت د ۶۰ زره ټنه تېلو د پلورلو قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن په یوه ناسته کې د امو سیند د تېلو حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه را اېستل شویو تېلو د پلور قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ.
د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه قرارداد د ۲۵،۵ میلیونه ډالرو دی او پر بنسټ یې ۶۰ زره ټنه تېل د پراسېس لپاره پلورلي دي.

افغانستان د روان کال په لسو میاشتو کې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو صادرات کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د روان کال له وري میاشتې تر جدې پورې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو سبزي، مېوې او پخته پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي دي.

عمران‌ خان او شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم کړل. د عمران خان په مشري د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په لس کاله بند د ده محکومېدو خبر تایید کړی دی.

له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی؛ د ۴۱۲ ښځو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو تاوتریخوالی تجربه کړی

د سلام‌وطندار موندنې چې په ۲۶ ولایتونو کې له ۴۱۲ ښځو او نجونو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ګډونوالو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او پاتې ۱۶ سلنه بیا ویلي چې ښځینه‌وو ورسره تراوسه هېڅ تاوتریخوالی نه‌دی کړی. په دې ډله کې ۹۱ سلنه له اروايي، څلور سلنه له فزیکي او څلور سلنه نورې یې هم‌مهاله له اروايي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

غور کې د یوې میاشتې پرمهال ۱۳۰ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

د غور روغتيايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پراخه شوې او یوازې د تېرې میاشتې پر مهال ۱۳۰ ناروغان ولایتي روغتون ته وروړل شوې دي.

د دوی په وینا، د غور ولایتي روغتون ته د وروړل شویو ناروغانو له ډلې یې، یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه «۱۷» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «سلواغې ۱۱مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د سلواغې نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

زابل کې د څه باندې ۶۲میلیونه افغانیو په ارزښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په درېوو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۲میلیونو افغانیو په لګښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه چې له تېر یوه کال راهیسې یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې وه.