Asset 1SWN

د لوړو زده‌کړو وزارت کندهار پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیلوي

3233561607_ae815f2231_b

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د کندهار پوهنتونو کې به ډېر ژر د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې «سه‌شنبه، سلواغې لسمه» د کندهار پوهنتون کې د رغنیزو پروژو د چارو پیل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یاد پوهنتون د علمي او تدریسي چارو پرمختګ لپاره به د لوړو زده‌کړو وزارت له قوانینو سره سم، د کندهارپوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام اجازه ورکړي.

ندامحمد ندیم په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت د نورو پوهنتونونو ترڅنګ کندهار پوهنتون کې هم د ښکلا او بیارغونې طرې پلې کوي.

د دې رغنیزو پروژو په لړ کې د کندهار پوهنتون کې د ۲۵میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۸ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

په دې پروژو کې د یاد سړک دواړو لوریو ته د ویالو او د پوهنتون نوې دروازې لپاره د ګل‌دانو جوړول شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د ا.ا مشرتابه لوړو زده‌کړو ته ډېره بودیجه ځانګړې کړې او په وینا یې، تل دې برخه کې د امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام