حنفي: امریکا د جمهوریت، ازادي او ټاکنو په نوم خلک ګمراه کول

د ام.ر.ب.الم.ع.روف وزارت سرپرست خ.الد حنفي وايي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال امریکا د بشرحقونو او ازادیو په نوم هڅه کوله چې خلک ګمراه کړي.

نوموړي چې خوست کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکو فراغت‌غونډې ته وینا کوله وویل، د امریکا په مشري ناټو او نورو هېوادونو افغانستان کې د جمهوریت، ازادي، ټاکنو او په نورو نومونو خلک ګمراه کول.

د ا.ا او پاکستاني چارواکو د لفظي شخړو دوام؛ شنونکي: د دوه‌اړخیزو اړیکو په زیان دي

که څه هم پاکستان د ا.ا له واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی، خو دا اړیکې د دواړو لوریو د چارواکو له اختلافونو او لفظي شخړو سره مخامخ شوې دي.
تازه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پر ا.ا نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د یوه پاکستاني د ژوند ارزښت له ټول افغانستان څخه زیات دی.

یوان‌ډي‌پي: ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته څه‌ناڅه لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یاUNDP د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان د برښنا په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی او یوازې ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته لاسرسی لري.
د دغه سازمان په راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان ۷۵ سلنه برښنا له نورو هېوادونو را واردېږي.

تراوسه څه باندې ۱۲میلیونه افغانانو ته برښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې مهاله یې ۱۲میلیونه او څه باندې ۲۸۸زره کسانو ته برښنايي‌پېژندپاڼې وېشلې دي. دې ادارې نن «یکشنبه، سلواغې‌۸» پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: د وېشل شویو برښنايي پېژندپاڼو له ډلې یې ۷میلیونه او ۱۰۸زره نارینه‌وو او پنځه میلیونه او ۱۸۰زره یې ښځینو ته ورکړل شوې دي.

پاکستان کې یوه بنسټ د افغان کډوالو وضعیت ارزونې په اړه غونډه کړې

پاکستان کې یوه بنسټ د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدو په موخه غونډه کړې.

دغه غونډه کې د ملګروملتونو د کمیسارۍ استازو په ګډون د پاکستان د پارلمان او د یوشمېر هېوادونو استازو ګډون کړی او د کډوالو وضعیت یې ارزولی دی. غونډه کې د ملګروملتونو د کډوالۍ دفتر استازې ویلي، پاکستان باید د کډوالو پر وړاندې خپل سیاست ته بدلون ورکړي.

زابل کې په څه باندې ۳۱میلیونه افغانیو دوه پُلونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

د زابل په شهر صفا ولسوالي کې د څه باندې ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت دوه پُلونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول.

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د «سنګرمانده» په نوم پُل چې ۴۲ متره اوږدوالی او ۷.۸ متره پلنوالی لري، د ۱۵میلیونه او ۸۶۹زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوی دي.

لوګر کې د ټرافیک مدیریت سږکال ۳۵میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د لوګر د ترافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړې دي.

د لوګر د ترافیکو مدیر محمدنعیم زبیر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو عواید یې اکثریت برخه د پاکستان لاس موټر د «سټیکر کولو پروسې» او د ترافیکي اصولو د پلي‌کولو له لارې راټول کړي دي.

قاري برکت‌الله سلیم ومړ

د افغانستان نوموتی حافظ قاري برکت‌الله سلیم ومړ.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، برکت‌الله سلیم پنځه کلن و چې د قرآنکریم تلاوت یې پیل او په اته کلنۍ یې ټول قرآن حفظ کړی و.
نوموړي د قرآنکریم د حسن‌ قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په دولسو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او اته ځله یې لومړی مقام ګټلی دی.

د اوبو او برښنا وزارت هېواد کې د واورې او باران اورېدو خبر ورکړ

د اوبو او برښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له اووه‌مې تر نهمې سېلابونه راشي او د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي. دغه وزارت نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې ښايي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشي چې له کبله به یې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او آمو په سیندیزو حوزو کې سېلابونه هم راشي.

د افغانستان بانک سبا شپاړلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا به د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شپاړلس میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې کړي.
دغه بانک له نورو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په یاده داوطلبي کې ګډون وکړي.

اریانا افغان هوايي شرکت د خوست له هوايي ډګر الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت د خوست هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړې.

یاد شرکت خپله لومړۍ الوتنې جمعه «سلواغې شپږمه» د متحده‌عربي اماراتو له العین څخه کابل او له هغه ځایه د خوست ملکي هوايي ډګر ته کړې چې ورسره یې د الوتنو د پیل لړۍ هم پیل شوې.

لوګر کې د سوېل‌‌ختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي، د یاد ولایت په کوربه‌تون د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د پل‌علم په دولتي جمنازیم کې کیږي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

سوداګر: د نوبتي ټرانزیټ پرځای دې ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي

کندهار کې سوداګر وايي چې د نوبت په نوم ټرانزیټي لایحه دې لغوه شي او پر ځای یې، ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي، څو سوداګر پر وخت خپل توکي وارد او صادر کړي.

یاد سوداګر چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دغه ولایت کې ټول شوي وو، یادې څرګندونې د یوې غونډې په ترڅ کې کړې دي.