سلاموطندار په دغه راپور کې له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۲۰ سوداګرو ښځو سره خبرې کړي چې ۱۵ هغو ویلي، د کسبوکار ملاتړ لپاره یې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته مراجعه کړې، خو د فساد له امله د ملاتړ په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي. خو ۵ نورې بیا د دغه بنسټ له ملاتړیزو پروژو برخمنې شوي او د فساد شتون په اړه یې بېخبري ښوولې ده.
کومو ښځو سره چې دغه راپور کې خبرې شوي، له کابل، هرات، جوزجان او تخار ولایتونو څخه دي او د غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، د زعفرانو تولید، حکاکۍ او د رستورانت په برخو کې فعالیت لري.
د ریحان یوسفي خیاطۍ کارخونې مشره ریحانه یوسفي چې درې کاله وړاندې یې فعالیت پیل کړی او د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې څو ځله د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته مراجعه کړې وايي:
«هغوی د شناخت او واسطې له مخې عمل کوي. زه څو ځله خونې ته لاړم او ومې ویل چې ستاسو هېڅ کوم پروګرام کې نه یم، داسې حال کې چې ټول معیارونه مې پوره کړي، ویل یې موږ مو معرفي کوو، مګر ادارې مو نه مني. ستونزه په راس کې ده. که دوی سلیقهيي چلند ونه کړي هره ورځ وینو چې څومره پروګرامونه دي، هغوی وویل هر پروګرام چې راځي د خونې له نظره تیریږي، کوم یو ته که چانس برابر شي، نورو ټولو سره سلیقهيي چلند کیږي. زه وروسته خبره شوم هغو ښځو چې مرسته یې ترلاسه کړې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې په راس کې کسانو ورته ویلي وو چې همدوی سره مرسته وکړي.»
بله سوداګره ښځه شاهانا شفاهي چې څلور کاله وړاندې یې د افغان ګنډ د خیاطۍ کارخونه جوړه کړه، هغه هم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د فساد شتون تاییدوي او وايي، سره له دې چې دغه بنسټ کې یې له غړیتوب څلور کاله تیریږي، خو تراوسه هېڅ کوم ملاتړیز پروګرام کې نهده شامله شوې.
«زه فکر کوم هغه ښځې چې ملاتړ یې کیږي، ممکن د سرو زرو او پلاټینیم کارتونه ولري چې معرفي کیږي. دا ډول کارتونه په خونه کې د هویت کارتونه دي چې خورا لوړ قیمت لري. که تاسو یې لرئ، نو تاسو به یو ځای ته معرفي شئ، کنه نو هېڅ.»
د افغانستان د ښځو لاسي صنایعو شرکت مشره رویا محمدي چې افغاني ګنډ جامې تولیدوي، هغه هم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې پېژندګلوي او د فساد شتون تاییدوي.
هغې وویل، کوم کسان چې د دغه بنسټ په راس کې دي، حمایوي پروګرامونو کې خپل خپلوان شاملوي.
د هغې په وینا، د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه کې د فساد په دلیل یې دغه بنسټ سره خپل غړیتوب ختم کړی دی.
“هغه کسان چې د دغه بنسټ په مشرۍ او راس کې دي، هغوی خپل سوداګري لري، دوی خپل د تره لور او نورو خپلوانو کار جوړوي، کله چې له دوی اضافه شي بیا د نورو په فکر کې شي. دغه خونه کې تر ډېره سلیقهيي چلند کیږي. خیالي کسان له پیسو استفاده کوي، مونږ لیدلي چې ملاتړ ترلاسه کوي او بیا پیسې یې په کورونو کې لګوي.»
ورته وخت کې جوزجان کې سوداګره وحیده کریمي هم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د فساد شتون تاییدوي او وايي، سره له دې چې د غړیتوب فیس یې ورکړی، خو کله چې پوښتنه کوي چې ولې د ملاتړ پروګرامونو کې نهشامليږي، بهانو سره مخ کیږي.
«د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې راته وویل چې د غړیتوب لپاره به ۲زره راکړه، خو تراوسه پورې کومه سروې او سیمینار نه دی دایر شوی. خونې ته له کوم بنسټ چې هره سروې راشي، وايي، کاشکې ته دوه کاله مخکې راغلې وی، کاشکې ته شپږ میاشتې مخکې راغلې وای.»
خو سوداګره ښځه فاطمه شیرزاد چې د سوداګرو ښځو د شبکې غړې ده، بله کیسه لري.
هغه وايي چې په دې برخه کې د فعالو ښځو ترمنځ د یووالي نشتوالی لامل شوی چې ځینې ملاتړي پروګرامونه هیڅ یوې ښځې ته ونهرسیږي.
«یو خارجي سازمان وو، د دوستانو له جملې مې یوې سره خبرې کولې، ویل یې کوم کسان چې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې په راس کې دي، له همدې ادرس څخه د مېرمنو ملاتړ کوي او هغوی ځینو بنسټونو ته معرفي کوي، متاسفانه چې ښځې خپله په ښځو رحم نه کوي او له دغه ادرس څخه داسې کسان معرفي کوي. کوم کسان چې بهرنیو موسسو کې دي، ملاتړ یې بېځایه ځي. زه اوس د سوداګرو ښځو د شبکې غړې یم، یوازې په نوم د کمیټې مشره یم او واک نهلرم، ښځې باید په زړهسواندۍ سره کار وکړي چې متاسفانه داسې نه کیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم په دې راپور کې له مرکه شویو کسانو څخه ۵ یې توانیدلي چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو لپاره له ځینو ملاتړو پروګرامونو ګټه پورته کړي، خو په وینا یې، دغه ملاتړ ورته بسنه نه کوي.
جوزجان کې د سنګيماه غالۍ اوبدلو کارخونې مشره سنګیما ستیر چې یو ځل او د ګیتا سادات د خیاطۍ کارخونې مشر رییسه چې دوه ځله یې ملاتړ شوی و، وايي:
«یو څو لوکل دفترونو همکاري کړې، یوازې یې ماشینالات راکړي، دومره مو وکولی شول چې په پښو ودریږو، د مرسته کوونکو بنسټونو شمېر کم دی، یوازې د حسیبا او اکتید دفترونو مرسته کړې، که همکارۍ ډېرې شي ښه به وي، کومې مېرمنې چې پېژنو یې یوازې یو یا دوه ځلې یې مرسته ترلاسه کړې، مرستې شفافه وې، ټولو هغو کسانو چې جواز یې درلود، د دفتر ریاست ته یې تسلیم کړ او ډېری یې جلب شوې.»
«مونږ سره د دوو دفترونو له خوا مرسته وشوه. اکتید او … زمونږ کار خونه مخ په سقوط وه، چې مرسته یې راسره وکړه په پښو ودرېدو، در یوه ځایه یې راسره مرسته وکړه، خو دومره نه، ځکه کارکوونکي مو له همدې ځایه معاش اخلي او رسېدنه ورته نهشو کولی.»
د دې ټولو ترڅنګ، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره سلما یوسفزۍ دغه بنسټ کې د فساد شتون ردودي او وايي، د ډېرو غوښتنلیکونو په دلیل، ټولې سوداګرې ښځې ملاتړیزو پروګرامونو کې نهشملیږي.
هغه ټینګار کوي چې د ټولو په شرایطو برابرو ښځو نوملړ ملاتړیزو بنسټونو ته وړاندې کوي، خو وروستي انتخاب کې دغه خونه هېڅ رول نهلري.
«تر ۹۶۴۲ ډېر رسمي جواز لرونکي او په غیررسمي ډول تر ۱۳۰ زره ډېر متشبثې ښځې تر پوښښ لاندې لرو. خونه هم محدودیتونه لري، مونږ هېڅ کله د ۵ یا ۱۰ کسانو نوملړ نه دی ورکړی، د ټولو غړو نومونه مو ورکړي، دا چې کوم کسان انتخابوي مونږ په کې رول نهلرو. زه یې شکایتونه مني. له ۲۰۲۵ راهیسې اداره کې هر څه بدل شوي.»
دغه رپوټ کې ۱۵ مرکه کوونکې ښځې داسې مهال حمایتي بنسټونو کې له خپلوۍ او واسطې پاللو شکایت کوي چې ځينې دغه بنسټونه سلاموطندار سره خبرو کې د فساد شتون ردوي او وايي، هغه ښځې چې د هغوی ملاتړیزو پروګرامونو کې د فساد ادعاوې کوي کولی شي، دوی ته مراجعه وکړي او ستونزه به یې رسېدنه وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM، اکتید، یوانډيپي، حسیبا، حرکت او پاملرنه د ښځو له ملاتړو بنسټونو څخه شمېرل کیږي، خو یوازې د کډوالۍ نړیوال سازمان او اکتید سلاموطندار ته ځواب ورکړ، داسې حال کې چې نورو بنسټونو د مالوماتو شریکولو کې همکاري ونه کړه.
د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولان وايي، تراوسه یې شاوخوا ۲زره سوداګرو ښځو څخه ملاتړ کړی او معترضه ښځې کولی شي خپل شکایتونه له دوی سره شریک کړي.
د اکتید بنسټ مسوولانو هم د هر ډول واسطې او لاسوهنې ادعاوې رد کړې او وې ویل، چې د ښځو انتخاب د فورم وېشلو او مرکو له لارې ترسره کیږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه مسوول او اکتید بنسټ کې د ښځو د توانمندۍ پروژې ولایتي مسووله شریفه دانش سلاموطندار ته وايي:
«د کډوالۍ نړیوال سازمان په منظم ډول بېلابېلو برخو کې د کار رامنځ ته کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنې او شکایتونه ترلاسه کوي او دغو اندېښنو ته یې رسېدنه کړې ده. تېرو دریو کلونو کې مو د دستکولونو، ډوډۍ پخولو، د فرش تولید، د چپنې او جاکټ تولید، د مالوچو، لبني محصولاتو، خیاطۍ، پوښاک، لاسي صنایعو، بوټ جوړولو او ډېرو نورو برخو کې له ګڼ شمېر ښځو ملاتړ کړی دی.»
«مونږ د افغانستان څو ولایتونو کې فعالیت لرو، زمونږ اساسي تمرکز د کوچنۍ او متوسطې سوداګرۍ په برخه کې د ښځو وړتیاوو لوړول دي. تراوسه ۳۳۸ ښځو ته له مختلفو لارو ټرینینګونه او مسلکي زدهکړې ورکړل شوي. د ښځو د غوره کولو پروسه هم شفافه ده. د فورم له وېشلو او د مرکو له ترسره کولو وروسته متشبثې ښځې انتخابیږي. زه دغه موضوع چې اکتید دفتر کې واسطه کیږي، په کلکه ردوم. د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره اړیکه کې یو. مونږ سوداګرۍ ښځې د هغوی له لوري مونږ ته نه معرفي کیږي.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دولت تر چتر لاندې یو خپلواکه بنسټ دی چې په همدې دلیل مو د سوداګرو او متشبثو ښځو د وضعیت څېړلو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره اړیکه ټینګه کړه، خو د دغه وزارت مسوولانو له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
د سوداګرو او متشبثو ښځو دغه شکایتونه داسې مهال دي چې تېرو دریو کلونو کې د سوداګرۍ او صنعت برخه له هغو محدودو برخو څخه پاتې شوې چې ښځې په کې څه ناڅه فعالیت کولی شي.






