پاکستاني ځواکونو د مرغومي په څلورمه، د سهشنبې شپه د پکتیکا د برمل ولسوالي پر لامن، مرغه او سوزغمي سیمو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو غږ د شپې ارامي ماته او یوشمېر کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل چې په خوارۍ او سختۍ یې جوړ کړي وو.
له ویجاړیو د یوه ماشوم غږ اورېدل کېږي. اووهکلن محمد چې د کورنۍ ټول غړي یې تر خاورو لاندې شوي او یوازې دی ژوندی پاتې دی، په ډکو سترګو وايي: «موږ د شپې ویده وو چې د تیارو غږ راغی؛ پر کور مو یې بمبار وکړ؛ مور، پلار، خور او د کورنۍ نور غړي مې له لاسه ورکړل؛ اوس یوازې پاتې یم.»
په سوزغمي سیمه کې دغه کور چې مخکې به ماشومانو خنداوې پهکې کولې، اوس له ځمکې سره یو شوی دی. شکېدلې جامې، له خاورو ډک کتابونه او ټوټه ټوټه وسایل د هغو انسانانو شاهدي ورکوي چې نور نشته. په لامن سیمه کې وران جومات چې مخکې به د دوعا او ارامتیا ځای و، اوس پر ځمکه هوار شوی دی. له جومات نه پاس پر یوې شپاړلسکسیزې کورنۍ هوايي بریدونه شوي چې له کبله یې ۱۵ هغه اوس د مرګ په خوب ویده دي او یوازې یو کس ترې پاتې دی.
د لامن اوسېدونکی ثمرګل به ډک ستوني د دغه برید په اړه وايي: «دلته ۱۶ کسان اوسېدل؛ ښځې او بېګناه ماشومان؛ اوس یوازې یو کس ژوندی پاتې دی. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دغو ظلمونو مخه ونیسي.»
دا یوازې محمد او ثمرګل نهدي چې په برمل کې د غم پر ټغر ناست دي، بلکې په یادو څلورو سیمو کې نورې ډېرې کورنۍ هم شته چې غړي یې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو قرباني شوي دي.
د سرپرست حکومت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري چې د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ او مرستې لپاره برمل ولسوالي ته تللی، وايي: «دغه بریدونه غندو؛ دا یو ښکاره یرغل دی؛ د افغانستان خاوره کې هېڅ ډله نشته چې ګاونډیانو ته ګواښ واوسي؛ باید د دغو بریدونو لامل روښانه شي.»
افغانستان له لسیزو راهیسې د وینې تویېدو او تاوتریخوالي شاهد دی؛ داسې تاوتریخوالی چې بېشمېره کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولي، خو تراوسه د دغو پېښو د مخنیوي لپاره هېڅ عملي اقدامات نهدي شوي.
ملګري ملتونه؛ د عدالت غږ که د چوپتیا غږ؟
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر برمل د پاکستان هوايي بریدونو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې، څو قربانیان عدالت ته ورسېږي او د دغه ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي. خو ایا دا ډول څېړنې به د محمد د ژړا غږ یا هم د هغو میندو درد تسکین کړي چې خپل کوچني ماشومان یې په یادو بریدونو کې له لاسه ورکړي دي؟ ایا د ثمرګل هغه د هغه درد او غوسې درمل به شي چې د خپلو ګاونډیانو د قتلعام شاهد و؟
د برمل ولسوالي اوسېدونکي اوس هم په ډار او وېره کې ژوند کوي. دوی که څه هم وېره لري چې پاکستان به بیا پر دغو سیمو بریدونه وکړي او دوی به هم له خاورو سره خاورې کړي، خو بیا هم عدالت، د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د دوی د ماشومانو خوندي پاتې کېدو هیلې یې لا هم پر خپل ځای دي.