«خاوند مې شاوخوا ۱۰کاله کیږي چې وفات شوی، ځوان زوی نه لرم، د ۷ میاشتو د کور کرایه راباندې پاتې ده، دوه نجونې لرم، په کور کې د ګټې وټې څوک نه‌لرم، تاسې خلک ویني چې څوک راسره مرسته نه کوي، د ماشومانو لپاره خواړه نه‌لرم، نه سبزي اخیستلی شم، د شل روپیو چای او وچه ډوډۍ اخلم او په دې شپې او ورځې سباه کوم.»

دا د لوګر مرکز پُل‌علم ښار کې د ۴۰کلنې رحیمې خبرې دي چې د مېړه تر وفات کېدو وروسته یې د ژوند کړاوونه پر اوږو بار شوي دي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل، خاوند یې له نن ۱۰ کاله وړاندې په جګړو کې وژل شوی، ځکه اړه شوې چې د کور اړتیاوو پوره کولو په موخه سوالګري وکړي.

د پل‌علم عصري هوټلونو مخې ته زینب او کوچنی ورور یې محمد سالم چې شاوخوا ۱۲ کاله عمرونه‌لري له هوټلونو راښکته کېدونکو کسانو ته يې د مرستې لاس نیولی وي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، په کور کې څوک د ګټې‌وټې نه‌لري، له زده‌کړو محروم او له سهاره تر ماښامه د ښار په واټونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو لپاره سوالګري کوي.

«زه پلار نه‌لرم چې کار وکړي، زه په خپله کار کوم، مونږ په کور کې ۷ کسان یو، د ورځې له ۷۰ افغانیو نیولې تر سل افغانیو پورې په لاس راوړم، شکر دی، ژوند مو ورباندې تیریږي.»

«زما واړه وروڼه ژاړي او همیشه راڅخه ډوډۍ غواړي، ولې مونږ اقتصادي ستونزې لرو او کور کې ډوډۍ نه‌لرو، یوازې ښار ته راځو او سوال کوو.»

خو ټولنیز فعال نورمحمد وايي، ډیری سوالګر حرفوي دي او دوی دومره هم اړ نه‌دي چې د ښار په واټونو کې دې په ښکاره توګه سوال وکړي.

نوموړي د لوګر له ولایتي ادارې وغوښتل چې سوالګر راټول کړي او هغه کسان چې په رښتني توګه اړمن او بېوزله دي، د کار او مرستو زمینه ورته برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«په ژوند کې مې ډير سوالګر او بېوزله کسان لیدلي چې واقعا مستحق خلک وو او خلکو هم ورسره مرسته کوله، خو په دې ورستیو کې داسې سوالګر پیدا شوي چې هیڅ بېوزله ندي او د کسب په توګه په ښار او واټونو کې سوال او ګدایي کوي، دغه سوالګرو چې اکثره یې له نورو ولایتونو راځي خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړي.»

د لوګر د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طالحه وایي، لوګر ته له نورو ولایتونو ډیری سوالګر راغلي.

هغه وویل، روان کال یې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حکم له مخې، له پل‌علم ښار او ولسوالیو سلګونه سوالګر راټول کړي او له څيړنې وروسته هغو کسانو سره چې بېوزله وه، په دوامداره توګه مرسته شوې.

«د کار او ټولنیز چارو وزارت د حکم له مخې، څو ځلې مونږ د ښار له بیلابیلو ګدایګر راټول کړي او د دوی په اړه مو څيړنه کړې او هغه کسان چې په رښتیا بېوزله وو، هغو سره مو مرسته کړې، داسې کسان مو د ګدایګرو په ډله کې نیولي چې په کور کې یې څلور غواګانې لرلې او هیڅ ډول اقتصادي ستونزې یې نه لرلې، ډيری سوالګر لوګر ته له نورو ولایتونو راځي او دلته سوال کوي.»

د لوګر مرکز پل علم،یو شمېر ولسوالیو او لویو لارو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سوالګرو شمیر په داسې حال کې ډېر شوی چې د سرپرست حکومت له لوري په مرکز کابل او ګڼو ولایتونو کې د سوالګرو سره د دوامداره مرستې ځانګړی پروګرام هم روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام