
تخار کې د طالبانو برید کې ۵ افغان ځواکونه وژل شوي
تخار کې ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، طالبانو تېره شپه خواجهغار ولسوالۍ کې د پوځ په یوې پوستې برید کړی چې ۵ سرتېري په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

تخار کې ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، طالبانو تېره شپه خواجهغار ولسوالۍ کې د پوځ په یوې پوستې برید کړی چې ۵ سرتېري په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو پوهنځی لوستی دی.

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سيمه کې د ملي اردو پر يوه ټولي موټربم چاودنه کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار ۶ بجې د کابل ـ پغمان ولسوالۍ ارغندې چوک سیمه کې وشوه ۴ کسان په کې ټپيان شوي دي.

دغه کتاب چې یوګ کینیډي په انګلیسي ژبه لیکلی د مسلمانانو په تاریخ کې د عباسیانو د خلافت دوره معرفي کوي. خو مخکې له دې چې د کتاب په منځپانګې تبصره ولولو، لمړی به په دې وغږېږو چې ژباړه د ملي/ادبي فرهنګ په لوړتیا کې څه رول لري او ما ولې دغه اثر د ژباړې لپاره غوره کړی.

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ مرکز بالاحصار کې د امنیتی ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي وايي چې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. نوموړی د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.

د روزګان ولايت محلي مسوولان وايي، د دهراوود ولسوالۍ له مرکز نه امنيتي ځواکونو «تکتيکي شاتګ» کړی دی.
د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ویلي چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر بازار او امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ او نورو نظامي مرکزونو ډلهییز بریدونه کړي او امنيتي ځواکونو د ملکي کسانو د مرګژوبلې مخنيوي لپاره «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.
په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسلهوال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.
د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسلهوال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زینالله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.
ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.
د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل شوی دی.

له تېرو دوو ورځو راهیسې یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د ارګ له خوا د لوړو زدهکړو موسسو ته استول شوی، غوښتل شوي چې تر دې وروسته پوهنتونونو کې د لیسانس دورې مونوګراف او د ماسټرۍ تېزس کې د افغانستان له اصلي ادبیاتو ګټه واخیستل شي.
لکه څنګه چې پخوا د ښار په کچه تابلوګانو نه د فارسي کلمو لرې کولو او د الکټرونیکي تذکرو وېبپاڼه کې فارسي ژبه د بهرنیو ژبو په لېست کې اچولو د هېوادوالو غبرګون راپورته کړی وو، دا ځل هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو د دغه مکتوب په خپرولو سره، د ارګ په سیاستونو چې د هېواد د ملي ژبو په اړه یې غوره کړي، نیوکه کړې ده.

له تېرو درېيو ورځو راهیسې د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ د مرګژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي. د سیمې اوسېدونکي د هویت نه څرګندېدو په شرط سلاموطندار ته وايي، طالبانو له درېيو ورځو راهیسې د حصارک پر یو شمېر پوستو ډلهییز بریدونه کړي او که تازه دمي سرتېري ور ونه رسېږي، دا ولسوالۍ به سقوط وکړي.

ولسمشر ماڼۍ اعلان کړه چې د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات د مصلی پنځم منار بیا رغوي.
صدیق صدیقي نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه وليکل چې د اغاخان فرهنګي بنسټ ولسمشر ته په يوه ليک کې ډاډ ورکړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د بیا رغونې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ملي امنيت له قوله وايي، طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې موخه وګرځوي. نوموړی وايي، د طالبانو په اند هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زيانمنوي، د دې لامل کېږي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي…