له ګلانو سره د خلکو لېوالتیا په انساني احساساتو او فرهنګ کې ژوره ریښه لري، ګلان نه یوازې چاپېریال ته ښکلا وربښي، د مینې، ملګرتیا او هیلو سمبول هم ګڼل کېږي.
له دې سره هېواد کې یوشمېر ځوانان په دواطلبانه توګه د ګلانو ساتنې او د مړاوي کېدو مخنیوي لپاره فعالیتونه کوي او لامل یې، د انسانانو پر روح او روان د ګلانو مثبتې اغېزې بولي.
۲۳کلن لطفالله چې له کلونو راهیسې دې برخه کې فعالیت لري، وايي، له بېلابېلو ګلانو ساتنه کوي او په وینا یې، د ګاج متبق او کاغذي ګلان ځانګړي دي او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه وویل: «طبیعت کې ګلان زیات دي، ګلبرګ، بیر، کاغذي، جیري بن او مرسل له ټولو ساتنه کوم. ګاج متبق چې سرب هم ورته وايي، کاغذي ګل، بیر ګلان ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه چې ځانګړې ښکلا لري.»
لطفالله وویل: «د ساتنې لپاره له څو لارو ګټه اخلم، ګلخانه جوړوو، بېخ یې، نرموو، خشاوه کوو، له څو ډوله کوډ ګټه اخلوو، مایع کوډ، حیواني او تور کوډ څخه استفاده کوو. تور کوډ د ودې او مایع د ساقې او ودې لپاره استفاده کوو او د ناروغیو مخنیوي لپاره هم درمل کاروو.»
فرهاد له تېرو لسو کلونو راهیسې د ګلانو ساتنه او پالنه کوي. دی وايي چې د ګلانو مثبتو اغېزو له امله ګلان ساتي. «فکر وکړئ چې څومره خپل اولاد ته پام کوئ، له ګلانو هم باید پام وکړئ، ګلان د چاپېریال ښکلا کې ډېر اغېز لري او یو نیالګی ۱۴۰ کسانو ته اکسیجن ورکوي.»
ځوانان داسې مهال د ګلانو ساتنې ته پام کوي چې د کارپوهانو په باور، له ګلانو ناسمه کارونه او د خلکو لېوالتیا کمښت یوشمېر ګلان ورکېدو سره مخ کړي دي.
د کرنې برخې کارپوه احمدزبیر قاضيزاده وویل: «د دې بوټو د ورکېدو لامل د ساتونکو د علاقې کموالی بلل کیدای شي. د مثال په توګه، خلک د مختلفو دلایلو له امله د یوه بوټي یا ګل ساتلو کې لېولتیا له لاسه ورکوي، لکه اقتصادي ستونزې، یا یو څوک ګل ته علاقه له لاسه ورکوي او د بل ګل سره یې ډېرېږي، لکه څنګه چې په بازار کې د دې بوټو غوښتنه کمېږي، عرضه هم کمېږي، چې ورو ورو د دې ګلونو لهمنځه تللو سره مرسته کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنیزو چارو یوه بل کارپوه مرشید نوري هم وویل: «د هغو څېړنو له مخې چې ترسره شوې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې نباتات په یو ډول له منځه تللي یا زیانمن شوي دي. موږ کولای شو ووایو چې مختلف ګلونه چې تر دې دمه نهدي پېژندل شوي او ډولونه یې ډېر کم دي، د ځایی خلکو د نهپاملرنې او د حکومت د پلانونو د نشتوالي له امله د ورکیدو په درشل کې دي او بیا هم په یوه سیمه کې، خلک یو ګل پیژني او په غیرقانوني ډول یې کاروي چې د ګلونو د ډولونو د ورکیدو لامل کېږي.»
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه حبیبالله طاهري بیا اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د څړځایونو بدلون او ناروغي هغه لاملونه بولي چې له امله یې، ګلان د ورکېدو له ګواښ سره مخ کوي.
«د چاپېریال ساتنې ملي اداره په ۳۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې د څېړنې فارمونه جوړوي او تر اوسه په دوو ولایتونو غزني او بلخ کې په دې فارمونو کار روان دی. دا فارمونه د ګلانو او بوټو د مختلفو ډولونو د کرلو او د خلکو او بزګرانو لپاره د لاسرسي وړ کولو لپاره دي. یو له دغو اهدافو څخه دا دی چې څنګه موږ کولای شو د یو ولایت د اصلي نباتاتو پاملرنه وکړو او د هغوی د ورکیدو مخه ونیسو.»
د اروپا د ساینسپوهانو د یوې ډلې له لوري په ۲۰۲۱ کال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، د اقلیم بدلون او د تودوخې لوړوالی په نباتاتو او ګلانو منفي اغېزه کوي او ډېری نباتات د اقلیم د بدلون له امله د ورکېدو له خطر سره مخ دي.