Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان ښځې: زموږ پر سپورټ لګېدلیو محدودیتونو پر اروايي ناروغیو اخته کړې یوو

WOMEN-SPORT-qqa6lsrsgzsdbv2uikl8uqvb591lxu51i2xmx47seg

له ۲۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې د افغان ښځو پر سپورټ لګيدلي محدودیتونه او د هغو لپاره د پارکونو او کلپونو تړل کېدو دغه ښځې پر اروايي ناروغیو اخته کړې دي. د ۲۱ ښځو له ډلې ۱۷ هغو ویلي چې پر اروايي او څلورو نورو بیا ویلي چې پر جسمي، لکه شکر، د ملا ډېسک او پښو درد باندې اخته شوې دي.

یادې ښځې وايي، له هغه وروسته یې چې پارکونه او کلپونه تړل شوي، اروايي ستونزې یې ډېرې شوي او د ځان سلامتیا یې هم له ګواښ سره مخامخ ده. څلورو ښځو ویلي، د بېرته رغېدو لپاره سپورټ ته اړتیا لري، خو لپاره یې هېڅ ځای نشته.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یوویشت‌کلنه زهرا هاشمي وايي، د اسلامي جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته کلپ ته نه‌ده تللې او اوس اروايي ستونزې تجربه کوي. هغه زیاتوي: «له هغه وروسته چې کلپ ته له تګ څخه پاتې شوم، روغتیايي وضعیت مې له جسمي او اروايي اړخه بدل شو؛ پر ژور خپګان اخته شوې یم؛ یوه موضوع هېڅ نه‌شم درک کولای؛ له اروايي اړخه په ډېر بد حالت کې یم؛ ځکه په کور کې پاتې یم.»

د کابل اوسېدونکې اسما هم وايي چې د کلپونه له تړل کېدو وروسته یې وزن زیات شوی دی. هغه زیاتوي: «ما د دې لپاره چې اروايي ستونزې لرلې، باید سپورټ مې کړی وای او داسې چاپېریال کې وای چې ذهن مې ارامه شوی وای. کله چې کلپونه وتړل شول، روحي ستونزې مې ورځ تر بلې زیاتې شوې؛ ځکه پارک ته نه شوای تللی.»

پروین چې مخکې یې منظم تمرین کاوه وايي، له سپورټ څخه لرې‌والي یې پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي. د هغې په خبره: «نه یوازې دا چې ستړې او ټنبله شوې یم، بلکې له اروايي اړخه هم په ناوړه وضعیت کې یم او فکر کوم چې په ژوند کې هېڅ هیله او انګېزه نه لرم.»

رابعه چې له سپورټ نه له لرې‌والي وروسته ناروغه شوې او اوس یې درملنه روانه ده وايي، ډاکټرانو ورته ویلي چې له ناروغي څخه د خلاصون لپاره باید سپورټ وکړي. نوموړې زیاتوي: «شکر او لوړ فشار لرم؛ کله چې ډاکټر ته ورغلم، ویې ویل چې باید سپورټ وکړې چې بېرته روغه شې، خو کلپونه تړلي دي.»

یوشمېر ارواپوهان وايي، د ښځو لپاره د تفریحي ځایونو او کلپونو تړل کېدو د هغوی جسمي او اروايي سلامتیا له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

ارواپوه هیبت ابراهیم‌خېل وايي، سپورټ کولای شي چې ښځې له ژور خپګان، بې‌انګېزې‌والي او نورو اروايي ستونزو څخه وژغوري. نوموړی وايي: «څېړنې ښيي چې سپورټ د ژور خپګان کموالي او نورو اروايي ناروغیو له منځه وړلو لپاره ډېر ګټور دی. کله چې یو کس له تاوتریخوالي په ډک چاپېریال کې وي، هغه د کمترۍ حس کوي او په دغه حالت کې بیا ژور خپګان ورته پیدا کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د اعصابو جراح عبدالرب حمیدي وايي، د منظم سپورټ کول کولای شي ښځې له اروايي او جسمي ناروغیو څخه وژغوري او په وینا یې، په سپورټ سره د انسان د وینې غوړ، د وینې فشار، د ملا او پښو دردونه کنټرولېږي.»

موږ وغوښتل جې په دې اړه د حکومتي مسوولانو نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو. افغان ښځې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د زده‌کړو، کار، تفرېح، سپورټ او نورو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخامخ شوي او دغه محدودیتونه لامل شوي چې د هغوی اروايي او جسمي سلامتیا ته زیان واوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام