د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم د استهلاک په اړه د اندېښنو وروسته اوس د «اولمپ انرژۍ» په نوم یوه روسي شرکت په مجاني ډول د دغه سیسټم سروې پیل کړې ده.
د مکروریانونو د ساتنې ریاست مسوولان وایي چې د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم څخه ډېره استفاده شوې او نور دغه سیسټم د استفادې وړ نه دی.
د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیال مجاهد انصاري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مکروریانو د اوبو رسونې، مرکز ګرمي او کانالزسیون سیسټم د ډېرې استفادې له امله له کاره لوېدلی او استهلااک شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاوي چې د مکروریانونو اوسېدوونکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو او د مرکزګرمۍ سیسټم د بیارغونې لپاره یې له یوه روسي شرکت سره په ګډه سروې پیل کړې ده.
په همدې حال کې د (CEO) شرکت رییس الکسي مازارین چې د مکروریانو د تخنیکي سیسټم سروې لپاره راغلی وایي چې د افغاني انجنیرانو په همکارۍ هڅه کوي چې د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم ترمیم کړي.
د مکروریانونو د سانې او مراقبت رییس غلام عمر عبدالله هم وایي چې د دوې تر ټولو مهمې موخې د مرکز ګرمۍ سیسټم فعالول، د کانالزاسیون سیسټم تنظیم او د اوبو رسونې منظم سیسټم فعالول دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه زیاتوي چې تېر کال د لوړ مصرف له امله د مرکز ګرمي سیسټم غیرفعال و او اوس هڅه کوي چې دغه سیسټم له بیارغونې ورسته بېرته فعال شي او د دې لپاره چې مصرف یې کم وي دا سیسټم داسې جوړوېږي چې د تیل، ګاز او سکرو په ګډون ټول د سون توکي پکې وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ژمي کې د مکروریانونو اوسېدوونکو د مرکزګرمي سیسټم څخه شکایت درلود.