د ننګرهار د سرهرود ولسوالي اړوند «چهارباغ، صفا» کلي په يوه کور کې د غلا پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري د وسلهوالو غلو ۱۸کسيزه ډله نيول شوې.
د ننګرهار امنيې قومنداني وياند عبدالبصير زابلی وایي، د غلو دې ډلې له تېر يوه کال راهيسې په جلالاباد ښار او يوشمېر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې غلاوې کولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د غلو یاده ډله به د خلکو کورونو ته په دې نوم، چې «ستاسو کور کې نشهيي توکي، چاودونکي توکي او نور… دي ننوتل،» د کور ټول خلک به يې تړل او ټول قيمتي توکي به يې ترې غلا کول.
د غلو دغه ډله «بېګاه شپه، وري شپږمه» د سرهرود ولسوالي امنيې قومنداني امنيتي ځواکونو له لوري داسې مهال نیول شوې چې د «چهارباغ، صفا کلي» يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
د ننګرهار امنيې قومنداني وياند عبدالبصير زابلی زیاتوي، د امنيتي ځواکونو او غلو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي، خو په وینا یې، پایله کې یې دغه اتلس کسيزه د غلو ډله نیولې.
زابلي همداراز وویل چې نیول شویو غلو په لومړنیو تحقيقاتو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.