Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران بهرنیوچارو وزیر هند ته تللی

epa_6a055dd80227-1778736600

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته رسېدلی، څو د «بریکس» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

دغه غونډه نن پنجشنبه او سبا جمعه کېږي او د «بریکس» راتلونکې سترې سرمشریزې لپاره مهم چمتووالی بلل کېږي چې ټاکل شوې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د هند په کوربه‌توب جوړه شي.

شنونکي وایي، د عباس عراقچي ګډون ښيي چې ایران غواړي له مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې کړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې سیمه له زیاتېدونکو سیاسي کړکېچونو سره مخ ده.

«بریکس» د نړۍ د هغو هېوادونو ګډه ډله ده چې هڅه کوي په نړیوال اقتصاد او سیاست کې خپل اغېز پیاوړی کړي او ایران هم په دې وروستیو کې له دغې ډلې سره خپلو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام