ټاکل شوې چې د روان میلادي کال راتلونکې اپرېل میاشت په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، وري پنځمه، دغه سیالي به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دې سیالیو کې به مس‌عینک، بندامیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري.

هره لوبډله به په لومړي پړاو کې څلور سیالي وکړي چې د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځ ټولې ۱۰ لوبې وشي. دا لوبې به د کندهار په ملي او دغه راز د هلمند په کرېکټ لوبغالي کې وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کرېکټ بورډ لیکلي: «د دغو سیالیو په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي او په روان کال کې د تېرو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځلېدلي لوبغاړي ولوبېږي. دغه راز به د یادو لوبغاړو ترڅنګ په دغو سیالیو کې د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یې د نوولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړ.»

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به په راتلونکو میاشتو کې د کورني کرېکټ نورې شل اوریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ هم پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام