د بلخ ولایت ځایي مسوولان وایي، د پسرلي له نږدې کېدو سره سم یې د شنو ساحو د پراخېدو او د ککړتیا د مخنیوي په موخه دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی.

په دې کمپاین کې مزارشریف ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰۰ زره مثمر او غیرمثمره نیالګي کېنول کیږي.

د بلخ ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر شمس‌الله خالد وايي چې له دې اقدام څخه موخه د هوا ککړتیا سره مبارزه او د شنو ساحو پراختیا ده.

«الحمدلله د بلخ ولایت په کچه نږدې ۵ لکه نیالګي کېنوو او د ساتنې لپاره یې دوه کمېټې جوړې شوي، یوه کمېټه د ناحیو په کچه او بله کمېټه د لویو لارو په کچه فعالیت کوي. موږ جدي پاملرنه لرو چې دا نیالګي باید وساتل شي او پاملرنه ورته وشي.»

په همدې حال کې، د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وایي چې که څه هم د کېنول شوو نیالګیو د ساتنې لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوي، خو په وینا یې چې د ښاریانو همکاري کولی شي د نیالګیو د وچېدو د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

«هر نیالګی چې هر ځای، د دروازې مخې ته، دوکان، هوټل، شرکت یا بل هر ځای کې کېنول کېږي، د هماغه ځای مالک باید ورته پاملرنه وکړي. اوبه ورته ورکړي، تر څو د وچېدو مخه یې ونیول شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې دا کمپاین کولی شي د شنو ساحو د پراختیا او د هوا د ککړتیا پر ضد مبارزه کې اغېزمن رول ولوبوي.

د مزارشریف ښار دوه اوسېدونکي بابر او نسیم آرمان د کېنول شوو نیالګیو د ساتنې په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کوي او وایي:

«د چاپېریال ساتنې ته ګواښونه هره ورځ زیاتېږي. جدي اړتیا ده چې موږ د نیالګیو کېنولو په بهیر کې برخه واخلو. ښه ده چې دا بهیر پیل شوی. اصلي موضوع ښاریان دي، هر څوک باید خپله ونډه واخلي، یو نیالګی کېنوي او ورسره یې ساتنه وکړي، تر څو یو شین او له ککړتیا پاک چاپېریال ولرو.»

«دا د ښار د شینوالي او د هوا د پاکوالي لپاره ډېر ګټور دي. موږ ښاریانو ته هم لازمه ده چې د دغو نیالګیو جدي ساتنه وکړو، د ماتېدو او وچېدو مخه یې ونیسو، تر څو ښه وده وکړي.»

هر کال د نیالګیو کېنولو د فصل په رارسېدو سره، مسوولان په ټول هېواد کې د میلیونونو نیالګیو د کېنولو خبر ورکوي، خو د سمې ساتنې د نشتوالي له امله ډېری دغه نیالګي وچېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام