د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو د شمېر لوړېدو په اړه د اندېښنو په څرګندونو سره هم‌مهاله، په لروپرتو سیمو کې یوشمېر کورنۍ وايي چې د سږکال وچکالۍ د ژوند شرایط ورته سخت کړي او خوړو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

د غور اوسېدونکې فیروزه سلام‌وطندار ته وايي چې دا او ماشومان یې، پر خوارځواکۍ اخته شوي او د ناکافي خواړو له امله نه‌شي کولای چې خپل کوچني ماشوم ته خواړه برابر کړي.

هغې وویل: «خپله هم ناروغه یم او ماشوم مې هم ناروغ دی، ماشومان مې هم خوارځواکي دي او زه هم پر خوارځواکۍ اخته یم او اقتصادي ستونزې لري، کاروبار نشته، نارینه مو کور کې ناست دي، سږکال هم وچکالي ده، لوږه ده، غنم نشته، خدای دې خپله یوه لاره راته پرانیزي.»

بل‌خوا د لغمان د الینګار ولسوالي اوسېدونکې شازیه چې د دوو اولادونو مور ده، سلام‌وطندار ته وايي، ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي او د وزګارتیا له امله یې، خاوند بې دندې او اقتصادو ستونزو یې د ژوند چارې سختې کړې دي.

نوموړې وویل: «زما ماشوم نهه میاشتنی دی او سوتغذیه ده. کله چې شفاخانې ته یې وړم، یوازې د شیدو پاکټونه راکوي. زما خاوند بې‌کار دی او موږ د اقتصادي کړکېچ سره مخ یو. خپله مې ښه تغذیه نه لرله؛ ماشوم ته څنګه صحي شیدې برابرېدای شي؟»

د WFP په وینا، په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې پنځه میلیونه ښځې او ماشومان په افغانستان کې د شدیدې سوتغذیې سره مخ کېدای شي. که پر وخت درملنه ونه شي، د ماشومانو ژوند ته جدي خطر پېښېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو د سوتغذیې زیاتوالی تر ټولو لوړ و او اوس شاوخوا څلور میلیونه ماشومانو ته د سوتغذیې درملنې اړتیا لیدل کېږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د مرستو د کمښت له امله ځینې کورنۍ خپلې لوڼې واده کولو ته اړ کوي او ماشومان له ښوونځي ایستل کېږي.

هغه وویل: «۲۰۲۵ کال کې موږ په افغانستان کې د ماشومانو د سوتغذیې تر ټولو لوړه کچه ولیده. په هغو سیمو کې چې مرستې بندې شوې، کورنۍ خپلې لوڼې د واده کولو لپاره اړ کولې، ترڅو د ورځې ډوډۍ پیدا کړي. همدارنګه ماشومان له ښوونځي ایستل کېږي او کار ته اړېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر جان ایلیف وایي چې د ۲۰۲۴کال په پرتله د دې پروګرام مالي مرستې چې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره وې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې نیمایي ته راټیټې شوې دي. هغه زیاتوي چې دا کمښت په مستقیم ډول د افغانستان په کورنیو کې د خوراکي امنیت او د ماشومانو د سوتغذیې په کچه اغېز کړی دی.

په ورته مهال د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د نړیوالو سازمانونو د راپورونو په اړه وايي چې دغه ارقام د هغوی د معیارونو پربنسټ دي او د رسمي سروې پربنسټ نه‌دي.

د هغه په وینا، د روغتیا وزارت په خپل معلوماتو کې د افغانستان په کچه د شیدې ورکونکو ښځو او د سوتغذیې د ناروغانو شمېر شاوخوا درې میلیونه ښيي.

شرافت زمان امرخېل زیاته کړه: «په ۲۰۲۵ کال د کال په پای کې زموږ د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د شیدې ورکونکو ښځو او هغو ماشومانو شمېر چې د سوتغذیې سره مخ دي، شاوخوا درې میلیونه ته رسیږي. زموږ عمومي پلان دا دی چې په افغانستان کې د تولید کارخونې جوړې کړو او همدا اوس د نړیوالو سازمانونو سره په ګډه دوامداره درملنې خدمتونه وړاندې کوو. هغه ادارې چې دا شمېرې اټکلوي، د دوی د ارقامو اساس کومه رسمي سروې نه ده، بلکې د دوی د معیارونو پر بنسټ دی.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وايي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌والي او د بهرنیو مرستو د چټک جریان لپاره حکومت باید هم لنډمهاله او هم اوږدمهاله پروګرامونه په پام کې ونیسي. هغه ټینګار کوي چې د مرستو بهیر د اسان‌والي لپاره باید د بېړنیو اقداماتو ترڅنګ د داخلي ظرفیتونو د پراختیا لپاره هم کار وشي.

مدبر په دې اړه وايي: «موږ دوه حل لارې وړاندې کولی شو؛ یوه عاجله او لنډمهاله ده چې د مرستندویه موسسو او بنسټونو قانع کول پکې شامل دي، څو د بشردوستانه مرستو بهیر چټک او اسانه شي. او بله اوږدمهاله ده چې په کې د هېواد د داخلي ظرفیتونو پیاوړتیا او د خپل تولید د پراختیا لپاره پلانونه عملي شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۲۰ روغتیایي مرکزونه د بودیجې د بندېدو له امله تړل شوي دي. همدارنګه، شاوخوا درې میلیونه نور خلک د لومړنیو روغتیايي خدماتو له لاسرسي بې‌برخې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام