هغه کورنۍ چې پاکستان کې له کلونو کډوالۍ وروسته، له هیلو ډک زړه سره خپل هېواد ته راستنې شوې وې، د وروستۍ زلزلې یو ناڅاپي ټکان یو ځل بیا بېبرخلیکه وضعیت سره مخ کړي دي.
د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» سیمې اوسېدونکی ۴۵کلن مولاداد دوه کاله وړاندې خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره یوځای له پاکستانه راستون شوی.
دی چې د کډوالۍ له کلونو ستړیاوو وروسته خپل هېواد ته راستنیږي، د یوې نړیوالې موسسې له لوري ورته د دوو خونو کور جوړیږي، خو دې وروستۍ زلزلې یې کور زیانمن کړی. مولاداد چې د ۸ ماشومانو پلار دی او د بل په مزدورۍ د ژوند اړتیاووې پوره کوي، اوس ژمي ته اندېښمن دی.
هغه وویل: «زلزلې مونږ ډېر پرېشانه کړو. کورونه مو خراب شول مونږ نه شو کولی چې جوړ یې کړو. ماشومان مو وېرېدل. نو اوس ژمی را روان دی مونږ غواړو چې مرسته را سره وشي، کورونه مو جوړ شي، ماشومان مو ناروغه دي، بس هر طرف نه ګډوډ یو.»
دی که څه هم وايي چې پاکستان کې یې ۳ لسیزې ژوند کړی او کاروبار یې ښه وو، خو خپل هېواد ته په راتلو خوښ دی.
نوموړي وویل:«خپل وطن مو جنت دی، خپل وطن مونږ ته ډېر ارزښت لري. که په پاکستان کې مونږ هرڅه وو، د بل وطن دی، هېڅ کله د افغانستان ځای نهشي نیولی. دا مو د نیکونو وطن دی. که څه هم هلته مو ۳۰ کاله تېر کړل، خو خپل وطن ته نهرسیږي. هلته مزدوري وه، یو څه کېدل، خو دلته افسوس دا دی چې خپل وطن کې مو مزدوري نشته. دغه د بېوسۍ له وجې مو ژوند تريخ دی، کنه خپل وطن ته خو هېڅ ځای نه رسیږي، پردی وطن نهخپلیږي.»
د بلخ د شولګرې ولسوالي «جلوزو» سیمه کې ګڼشمېر نورې داسې کورنۍ هم شته چې دې وروستیو کې له پاکستانه راستنې شوي او زلزلې یې کورونه زیانمن کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې سیمې خلک وايي چې تېرو دوو کلونو کې له پاکستانه تر سلو ډېرې کورنۍ «جلوزو» کلي ته راستنې شوي.
په دغه کلي کې ژوند کوونکې کورنۍ وایي، مرستو ته یې ځکه اړتیا ډېره ده چې له پاکستانه پرته له شتمنۍ او امکاناتو راستنې شوي او زلزلې یوازینۍ سرپناه هم ترې اخیستې.
د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلي اوسېدونکې بيبي چې کونډه او د پنځو ماشومانو مور ده وايي: «زه خپله کونډه ښځه یم وروه، درې مې لورګانې دي دوه مې واړه زامن دي. مشر زوی مې ۱۲ کلن دی، څوک کار نه ورکوي ورته وایي چې وړوکی یې. حکومت را ته شیلټر جوړ کړ خو اوس په زلزله کې ګډ شو، سرپناه نهلرم. کونډه یم د خوراک نهشم پیدا کولی چې په دې سړه هوا کې مو کور هم زلزلې وران کړ. سور ژمی را روان دی واورې کیږي، په دې ترپال کې پراته یو یخ دی. مونږ سره مرسته وکړئ چې کورونه مو جوړ شي. ټوله شپه مو ماشومان لړزیږي وايي یخ مو کیږي، په دې کوټو کې پرېوتی نه شو، دا اصلآ اوس د اوسېدو نه دی ټول دېوالونه یې سره بېل شوي.»
همدارنګه د «جلوزو» سیمې اوسېدونکې فریدې هم د خپل وضعیت په اړه سلاموطندار ته وویل: «یخ دی، نه مو د اوړو درک شته، نه مو د غوړیو درک شته، هېڅ نهلرو. یوه اونۍ کیږي چې قطغ مو نه دی کړی، ماشومان لرو. پیسې نهشته چې لوبیا، وریجې او نور څه پرې واخلو. هېڅ وس نهلرو»
د شولګرې ولسوالي د قریهجاتو مدیر صابر خان وویل، د زلزلې لومړیو ورځو کې خلک ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس یې وضعیت یو څه ښه شوی.
هغه وویل: «لومړني کمکونه شوي، هغه کورنۍ چې په تش میدان وې، د سرې میاشتې ټولنې له لوري خیمې ورکړل شوي. یو څه خوراکي توکي، کمپلې او نور وسایل یې ورکړي. خو دا کفایت نهکوي، خلک کورونه نهشي جوړولی، ژمی هم را راون دی، خیمه کې ژوند سخت دی، یو څه کومک شوی.»
د یادونې ده چې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالي «جلوزو» سیمه کې تر۵۵۰ پورې کورنۍ اوسیږي.
دغه کلي کې له پاکستانه راستنو ۴۰ کورنیو ته د نړیوالو موسسو لهلوري کورونه هم جوړ شوي وو چې ۲۰ هغه یې دې وروستۍ زلزلې نړولي یا زیانمن کړي دي.


