د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل په اړه د ترکیې استانبول کې د خبرو دویم پړاو روان دی او په وینا یې، پایلو ته یې باید په تمه شو.

نوموړي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، هغه موضوعات چې پاکستانی لوری یې پر رسنیو د دې خبرو له‌منځه وخت ناوخت نشروي یا یې په اړه تحلیلونه خپریږي، د باور وړ نه‌دي.

نوموړي وویل: «اوس هغه دویم پړاو د مذاکراتو روان دی، مونږ حکم نشو کولای چې د مذاکراتو نتیجه به څه وي ولې پرېږدو باید چې غونډې پای ته ورسیږي، خپله نتیجه د غونډو راووځي، ضمن د مذاکراتو یا جریان د مذاکراتو کې ځینې خبرې چې د پاکستان لخوا  نه اوریدل کیږي او ځینې نور تحلیلونه باید یادونه وکړو چې ډېر به د باور وړ نه وي. ښه داده چې مونږ به منتظر واوسېږو څو له خپلو مسؤلو چینلونو نه د مذاکراتو د جریان پایله اعلان شي او مونږ بیا په هغه باندې قضاوت کولای شو.»

مجاهد سره له دې چې د اسلامي امارت له لوري یو ځل بیا پر خبرو د باور له درلودو یادونه وکړه او ویې ویل افغانستان له هېچا سره د جګړې غوښتونکی نه‌دی، خو هم‌مهاله یې یوځل بیا ټینګار وکړ، که کوم هېواد د افغانستان د حریم د نقض کولو هڅه وکړي، عینې ځواب به ورکړل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه: «په عموم کې افغانستان له هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتونکی دی خو که خدای مه کړه خدای مه کړه کوم هېواد افغانستان ته په بده وګوري یا زمونږ حریم نقض کړي یا هر بل هغه اقدام وکړي چې هغه نامناسب وي طبیعي ده له ورته غبرګون سره به مخامخ کیږي. افغانستان یو مستقل هېواد دی، د خپلې دفاع حق لري او د خپلې دفاع وړتیا لري.»

بل‌خوا یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو خبرو پرمهال په ډیرو مواردو کې پرمختګونه شوي او یوازې یو څه جزوي بحثونه لاهم پاتي چې ممکن د ورځې په جریان کې پرې خبرې دوام وکړي.

سرچینه زیاتوي تمه ده د مذاکراتو تر پایه د اوربند د غځیدو، د لارو خلاصون، د ښه نیت له مخې د بندیانو ازادیدلو او د راتلونکې ناستې نیټې او ځای ټاکلو او داسې نورو موضوعاتو اړوند ګډه خبرپاڼه هم خپره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام