د پکتیا د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۵۰زره جریبه ځمکه د ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون تر بیاکتنې لاندې ده او خلکو ته پهکې د هېڅ ډول کارکولو اجازه نه ورکول کېږي.
د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وايي، د غصب کمېسیون تر بیاکتنې لاندې ځمکو تصفیه ډېر وخت نیسي چې له همدې امله يې خلک له ستونزو سره مخ کړي او په ډېرو سیمو کې د ودانیزو چارو کارونه هم نیمګړي پاتې دي.
د یاد ولایت د مرکز ګردېز یو اوسېدونکی حکیم وايي، په خپله سیمه کې يې د کور جوړولو لپاره شپږ بیسوې ځمکه اخیستې، خو زیاتوي چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون يې رغنیزې چارې درولي.
هغه وویل:«زه وایم چې دلته به یوه کوټه جوړه کړم ځکه بل ځای نلرم هلته په خپل ځای کې ډېر پتنګ یو اوس په دې خاطر له طالبانو وروڼو دا هیله کوو چې موږ ته دغه کارونه خلاص کړي همدغه زموږ هیله ده د سرپناه ځای نلرو هغه بل ځای کې مو کور ډېر تنګ دی دوه کوټې لرو په هغه کې دری وروڼه اوسیدول سخت وي.»
همداشان د یاد اوسېدونکی محمدګل هم وايي چې د ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون له لورې ډېر خلک پر خپلو ځمکو له کار کولو منع شوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نوموړی هیله لري چې هر څومره ژر ممکن وي خلکو ته باید د رغنیزو چارو د بیا پیل اجازه ورکړل شي.
هغه وویل: «زموږ دا غوښتنه ده چې زموږ سره نوره مرسته وشي کنه دغه خو باید را نه ړنګ نشي ځکه په دې کې دا کدوال او نور دوستان چې راسره پکې ځای کړو خو دوی نور هم رانه ړنګوي او نور هم پسې بې ځایه کوی زموږ غوښتنه ده چې دا کارونه ژر خلاص شي.»
په ورته مهال د مرکز ګردېز یوشمېر اوسېدونکي وايي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د ګڼ شمېر افغان کډوالو راستنېدو سره ښار کې د کورونو کرايې هم لوړې شوي دي چې له همدې امله اړتیا ده ترڅو ښار پراختیا وکړي او د نویو کورونو جوړولو ته اجازه ورکړل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «اجازه باید ورکړل شي کور نه پیدا کیږي مهاجرین را روان دي دلته راشي کورونه نشته. هغه بله ورځ دلته ټیلر موټر ولاړ و میرمنې پکې وې کورونه یې غوښته خو نه پیدا کېدل دا ډېر لوی مشکل دی.»
پکتیا کې د ځمکو غصب مخنیوي کمیسون مسولان وايي چې د خلکو او دولت د حقونو خوندیتوب لپاره د ځمکو اسناد په ډېر دقت کتل کیږي، ځکه يې پروسه ځنډنۍ ده. پکتیا کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مشر مولوي سید امین هاشمي په دې اړه وايي:
هغه وویل: «د خلکو بغضې اسناد دي د اسنادو څېړل وخت غواړې او په مختلفو ادارو پورې تړلي وي تر څو چې دوی د اسنادو پوښتنه له ټولو ادارو ونکړو چې کومو مربوط وي نو شاید یا د ولس حق ضایع شي او یا د دولت حق ضایع شي نو موږ دې موضوع په تړاو ډېر دقت کوو.»
باید وویل شي چې په دې ورستیو کې د اسلامي امارت یو شمېر ادارو په یو شمېر ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي خبر ورکړی چې په خبره يې سلګونه زره جریبه ځمکې يې له غاصیبینو خلاصي کړي.


