له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې چې په تېرو دوو ورځو کې ۴۹۲ کورنۍ د تورخم له لارې په جبري ډول راګرځول شوي.

تورخم کې د اسلامي امارت مسوولان وايي، د راګرځول شویو کورنیو د کسانو شمېر ۲ زره او ۸۰۶ ته رسیږي چې د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري له مرستو وروسته، خپلو ولایتونو او سیمو  ته لېږدول شوي.

تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر یې په اړه وايي:

«تېرو دوو ورځو کې ۴۹۲ کورنۍ رالیږل شوي چې د افرادو شمېر یې ۲ زره ۸۰۶ کیږي او د تورخم د کډوالو چارو په امریت کې ثبت شوي او د مرستو لپاره همکارو مؤسسو او اسلامي امارت ته معرفي شوي.»

په ورته مهال له پاکستانه یو شمېر را اېستل شوي هم له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او وايي، پاکستاني پولیسو ان دومره وخت نه دی ورکړی چې د خپلو کورونو وسایل له ځانه سره واخلي.

دوی وايي، د پولیسو له وېرې یې د کور توکي د لیلام په بیه پلورلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له پاکستانه په جبري ډول اېستل شوی نواب خان چې د لوګر اوسیدونکی دی او د پاکستان پنحاب کې یې ژوند کاوه وايي:

«له پاکستانه چې هر څوک راځي، ډیر په شرمولو او ډیر په بې عزتۍ را روان دي، پوه شوې چې څومره ډرایوران ورسره راځي د هغوئ هم وهل او ټکول وي، له چا یو لاک روپۍ غواړي له چا ۵۰ زره غواړي. ښځې او ماشومان ترې راکوز کړي، هغه یو ځای تهاڼه کې کینوي، نیم کسان ترې بوځي بل ځای کې یې ګرځوي چې دا مونږ ته پیسې راکړي.»

څلویښت کلن سرباز چې د کندز اوسېدونکی دی او له پیدایښت څخه تر اوسه یې په کډوالۍ کې ژوند تېر کړی، تازه په جبري ډول هېواد ته راګرځول شوی.

هغه هم د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند په اړه وايي: «دا یوه میاشت په مونږ لکه جهنم کې تېره شوه، د شپې یې راباندې چاپه واچوله، یو مې مشر ورور د هغه دوه اینګورګانې او ماشومان، دا یې له ځان سره جیګ کړل او مونږ ته یې وویل تاسې سره یو ساعت وخت دی او مونږ راځو بیا عملیات کوو او هیڅ شی نه پریږدو، بیا کډې بارولو ته هم تاسې نه پریږدو. بیا مې وریرونو تیلیفون وکړ، زه لږ لرې اوسیدلم ترې، نو هغوی راته ویل چې چاپه یې ووهله پلار مې هم یوړه او ماشومان یې هم بوتلل.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ داسې مهال چټکه شوې چې پاکستاني حکومت دغه هېواد کې د روان کال د سپتمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د «پي او ار» کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د اوسېدو مهلت ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام