د اسراییلو پوځ پر غزې د بشپړې ولکې لپاره ۲۵۰زره تازه دمو سرتېرو ته د تیارۍ امر کړی دی.
د غزې نیولو لپاره د اسراییلو طرحه چې د لوېدیځو او عربي هېوادونو لهخوا په پراخه توګه غندل شوې، تازه د اسراییلو ۱۲ خبري شبکې اعلان کړی چې د دې طرحې عملي کولو لپاره ۲۵۰زره سرتیري راغوښتل شوي دي.
د اسراییلو د راډیو ټلوېزیون سازمان «کان» هم راپور روکړی چې د اسراییلو امنیتي ارګانونو په غزه کې له حماس سره د نښتو پیل په اړه خبرداری ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کان سازمان همداراز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دې طرحه کې د غزې کلابندي او نویو سیمو ته د شاوخوا یو میلیون وګړو لېږد شامل دی چې ترڅنګ یې، د مرستو وېش لپاره دولس مرکزونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د اسراییلو لوی درستیز ایال زمیر چې له دې وړاندې د غزې نیولو طرحې سره مخالف وو، اوس ویلي چې دغه طرحه به په سمه توګه عملي شي.


