که څه هم نهاومیندواره کېدل د تخار د ډېرو مېرمنو لپاره یوه جدي اندېښنه ده، خو د پوهاوي نشتوالی، کورني فشارونه او دودیز باورونه لامل شوي چې ګڼ شمېر مېرمنې ډاکټر ته مراجعه ونهکړي او پر ځای یې د نوماخیستلو او د بوټو درملو کارولو په څېر ناسمې او غیر علمي لارې غوره کړي؛ دغه کار نهیوازې داچې اغېزناکه نهدی، بلکې په ډېرو مواردو کې ښځو ته د جسمي او رواني زیان لامل هم ګرځېدلي دي.
د تخار د «اقمسجد» سیمې اوسېدونکې محسا یوسفي چې شپږ کاله یې د واده کیږي او تراوسه ماشوم نهلري وايي، د مېړه کورنۍ یې ټینګار کوي چې د اومیندواره کېدو لپاره له غیرعلمي لاروچارو ګټه پورته کړي.
«شاوخوا شپږ کاله مې د واده کیږي، خو تراوسه اولاد نهلرم، د خاوند کورنۍ له لومړي سره مجبوره کړې یم چې ملایانو او فالکتونکو ته ورشم. هغوی د ډاکټر په خبره باور نه درلود، سره له دې چې ډاکټر ویلي وو چې تخمې مې کمزورې دي، خو مجبوره شوم چې غیرعلمي لارې وکاروم. د غیرصحي درملو کارول لامل شو چې د رحم وضعیت مې نور هم خراب شي او یوه اونۍ هم بستر شوم. اوس ډاکټران وايي چې د اومیندواره کېدو چانس مې ډېر کم دی، یوازینۍ هیله مې د ماشوم درلودل وو، هغه هم راڅخه واخیستل شوه.»
د تالقان ښار اوسېدونکې شکیلا احمدي چې ۳۰ کاله عمر لري، د نهاومیندواره کېدو درملنې لپاره دودیزو لاروچارو څخه د ګټې اخیستو ترخې تجربې په اړه داسې وايي:
«پنځه کاله کېږي چې واده مې کړی، خو لا هم اولاد نه لرم. خواښې مې ټینګار کاوه چې د کورنیو درملنې لار تعقیب کړم، نو زه یې یوې زړې ښځې ته چې (نوم یې نیوه) بوتلم ویل یې، پخوا ښځو همدا کار کاوه او ماشوم به یې په ګېډه شو، څو ځله یې ګرمه چپلکه زما په نوم کېښوده، خو نه یوازې ګټه یې ونه کړه، بلکې نوم مې وسوځېده او وضعیت مې خراب شو. بیا مجبوره شوم چې ډاکټر ته لاړه شم، ډاکټر ویل چې هرموني ستونزه لرم، اوس تر درملنې لاندې یو، خو داسې فکر کوم چې رواني ستونزو سره مخ شوې یم.»
د تخار د «پوست خور» کلي اوسیدونکې ستایش واحدي چې له واده یې ۸ کاله تیریږي او تراوسه مور شوې نه ده وايي، د اومیندواره کېدو لپاره یې دودیزې لارې چارې کارولي چې د هغې په بدن کې یې روغتیايي ستونزې راپیدا کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«لومړی ځل چې ډاکټر ته لاړم، ویل یې چې د رحم غوړتیا ستونزه لرم. خو خپلې کورنۍ او خسرخېلو مې په ډاکټر باور نه درلود. دوی بیا یو ښځینه ملا ته بوتلم. یو څو وچ بوټي او کورني درمل یې راکړل. ویل یې چې باید رحم کې یې کښېږدم. څو میاشتې مې دا کار وکړ، خو زما رحم زخمي شو او معده مې هم خرابه شوه. نه یوازې ګټه یې ونه کړه، بلکې ډېر زیان یې وکړ. اوس ډېره پښیمانه یم چې ولې له پیل څخه مې علمي درملنې ته مخ نه کړه.»
دې سره، تخار کې د زېږون ناروغیو متخصصه نودا ظاهري وايي، د نومنیونې او نامشخصو بوټو څخه د جوړو شویو درملو کارولو په څېر له دودیزو لارو چارو ګټه اخیستي، منفي پایلې لري او ان کولی شي، د اومیندواره کېدو چانس ختم کړي.
«له متاسفانه ځینې مېرمنې د صحي مرکزونو پر ځای، له دودیزو لارو چارو ګټه اخلي، هغو کسانو ته ورځي چې له نامشخصو بوټو جوړ درمل ورکوي، پر خپلې ګېډې اوده ږدي چې نه یوازې ګټور نه دي، بلکې جدي پایلې لري، دا رحم عفوني کوي یا شدید هرموني اختلالات رامنځ ته کوي، ان د اومیندواره کېدو چانس د تل لپاره لمنځه وړي. له مېرمنو غواړم چې دغسې کارونه ونه کړي او متخصصو ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.»
تخار کې د زېږون برخې بله متخصصه ډاکټره الهه محمدي هم ټینګار کوي چې د نهاومیندواره کېدو ډېری ناروغۍ په خپل وخت ډاکټر ته په مراجعې سره د درملنې وړ دي.
هغه د نهاومیندواره کېدو او د درملنې لارو چارو په اړه یې داسې وايي:
«د نهاومیندواره کېدو عام لاملونه د هورمونونو اختلالات، د تخمې کمزوري، د رحم انتانات او د عمر زیاتوالی دی. ډېری ناروغانې له ۳۰ تر ۳۵ کلونو پورې دي، خو په ټیټ عمر کې هم لیدل کېږي. موثره علمي لارې د درملو کارول دي، د رحم دننه تلقیح او له رحم بهر لقاح دی. خو نورو کسانو ته ورتلل، له نامشخصو بوټو د جوړو شویو درملو کارول له خطرناکه لارو چارو څخه دي، ځینې ناروغان چې غیرعلمي لارو ته مخه کوي، لامل یې د کورنیو نهپوهاوی، ناسم دودونه، کم لګښت دی.»
ورته وخت کې تخار کې دیني عالم عبدالقدوس تالقاني وايي، له طبي لارو د اولاد لرلو لپاره هڅې مجاز دي، خو په دې شرط چې د ښځې حرمت، حجاب او شرعي اصول رعایت شي.
«له طبي لارو د اومیندواره کېدو لپاره هڅې اسلام کې مشروع او مجاز دي، خو په دې شرط چې د ښځې حجاب، د بدن حریم او حرمت وساتل شي. له درملو، پیچکارۍ استفاده او ډاکټر ته تلل ستونزه نهلري. همدارنګه، دوعا، د حاجت لمونځ، او الله سره راز و نیاز نورې مشروع لارې دي، خو فالکتونکو، کوډګرو او تعویذ اخیستل خرافات دي. د اولاد پیدا کولو لپاره تر ټولو غوره لاره علمي لارو چارو څخه استفاده او دوعا کول دي.»
د نهاومنیدواره کېدو درملنې لپاره له غیر علمي لارو چارو څخه د استفادې دوام، نه یوازې د ښځو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د روغتیا پالانو په اند د درملنې پروسه هم پېچلې کوي.


