د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او یوشمېر ولسوالیو کې د چرګانو د روزنې او ساتنې ۵۰۰ فارمونه فعالیت لري.

د نوموړي په وینا، له دې فارمونو په منځني ډول هره ورځ ۵زره کیلوګرامه غوښه ترلاسه کېږي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  د مالدارۍ محمدالله شهیدزوي سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله دغلته د چرګانو ساتنې او پلانې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه وویل، هره ورځ میدان‌وردګ کې د چرګانو له فارمونو څخه ۵زره کېلوګرامه غوښه ترلاسه کېږي چې زرکیلو یې په میدان‌وردګ کې مصرفیږي او پاتې یې پلازمېنې کابل ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي همدارنګه زیاته کړه، کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه ولایت د چرګانو د فارمونو د معیاري ساتنې په موخه د فارمونو مسوولانو ته ځمکې هم ووېشي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د چرګانو فارم لرونکي هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله یې فعالیت پراختیا پيدا کړې ده، خو ټینګار کوي چې کرنې او مالدارۍ وزارت دې ددوي د فعالیت پراختیا لپاره لاډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام