غور کې د کرنې، چاپېریال ساتنې او اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونو د دې ولایت په کرنې منفي اغېزې کړي.

د کرنیزو چارو څېړونکي عبدالظاهر توانا سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي، تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت په چاپېریال، کرنیزو محصولاتو او د غور د خلکو په ژوند ناوړه اغېزې لرلي.

نوموړي وویل: «نباتات دې وکري، هغه نباتات چې لږ وخت کې حاصل ورکړي، داسې نباتات دې وکري چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم ووسي. همدارنګه هغه نباتات دې وکري چې د لمر او یخ پر وړاندې مقاوم ووسي. د باران اوبه دې ذخیره او بیا دې خپلو کروندو کې ورڅخه استفاده وکړي.»

اخوا، د غور د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند عبدالقدوس هدایت د اقلیمي بدلونونو د جدي اغېزو په اړه وایي، ناڅاپي بارانونه، سخته ګرمي او د څړ ځایونو خرابیدل لامل شوي چې کرنیز محصولات له‌منځه لاړ شي.

هغه وایي: «نامنظمه او غیرموثره بارانونه د ځمکو، څاګانو او اوبو سرچینو وچېدو او یا هم کمېدو لامل شوي. د وچکالۍ ترڅنګ، شدید بارانونه لامل شوي چې د ځمکې سطحه ښوویه شي، کرنیزې ځمکې تخریب شي. سخته ګرمه او په پراخه اندازه له څړ ځایونو ګټه اخیستل لامل شوي چې ګیاوې کمې شي او خاوره د ګټې اخیستو وړ ونه‌ګرځي. یانې د موثره اوبو لګونې سیستمونو نه‌شتون او په دودیز ډول د اوبو له سرچینو ګټه اخیستل لامل شوي چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان باور لري چې د اقلیمي بدلون بحران نه یوازې د کرنې او چاپېریال برخو ته زیان رسولی، بلکې د غور د سیمه‌ییز اقتصاد لپاره یې هم جدي ستونزې رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اورانوس عارفي ټینګار کوي چې د دې بحران د منفي اغېزو د کمولو لپاره دقیقې پلان جوړونې، په کرنیزو بنسټونو پانګونې، د کښت نویو طریقو پراختیا او د کروندګرو پر تخنیکي او مالي وړتیاوو کار ته اړتیا ده.

هغه له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل:

«بارانونه زیاتیږي یا هم کمیږي دا د دې لامل کیږي چې ځمکه ښه حاصل ور نه کړي چې دا بیا د بیو لوړېدو لامل کیږي، بازار خپل ثبات له لاسه ورکوي، د خلکو د پېر کچه کمیږي. حل‌لاره دا ده چې دقیق پروګرامونه طرحه شي، همدارنګه دولت له نویو ټکنالوژیو په استفادې د کرنې له برخې ملاتړ وکړي، ترڅو وکولی شو مونږ هرکال خپل محصولات ذخیره کړو او بازار کې بیې کنټرول کړو.»

د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې د هېواد د یو شمېر نورو سیمو په څېر غور هم د اقلیمي بدلونونو له له امله له زیان سره مخ دی چې دې ناورین نه یوازې کرنیزې ځمکې بلکي چاپیریال او د خلکو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی.

د بارانونو کمښت، وچکالي، د خاورې خرابوالی او د شنو ساحو له منځه تلل هغه مهمې ننګونې دي چې نن ورځ یې د غور کروندګر له ناهیلۍ او سرګردانۍ سره مخ کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي که د دې بحران د مدیریت لپاره عاجل اقدامات ونه شي، نو پایلې به یې ډېرې ناوړه وي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام