د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې دغه سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د محمداغې ولسوالي په «سرخ اب» سیمه کې د ولایت په کچه د ۴۴ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته اتلانو او میرزاخېلو لوبډلو لاره موندلې وه چې لوګر اتلانو والیبال لوبډلې وکولای شول، خپلې سیالي لوبډلې ته ماته ورکړي او اختریز جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

هغه وویل، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه والېبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ غوره همغږي رامنځته کول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه لوي اختر شپې او ورځې په ځانګړو مراسمو لمانځل وو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د اختریز جام والېبال سیالیو غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بلخوا د یادو سیالیو یوه ګډونوال احمدخان سلام‌وطندار ته وویل، خوښ ده چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالۍ جوړې شوې وې.

هغه وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ولایت په کچه د ورزشکارانو ترمنځ ښې او مسلکي اړیکې رامنځته کړي.

نوموړي د والېبال فدراسیون په مسؤولینو غږ وکړ چې د لوګر ولایت والېبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه او د لوبو معیاري لوبغالي جوړ کړي.

هېره دې نه وي چې د لوي اختر شپو او ورځو د لمانځلو په موخه د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ورته  کرکټ او والېبال سترې سیالۍ جوړې شوې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام