د رحم سرطان په نړۍ کې د زړه او د رګونو د بندېدو له ناروغیو وروسته د انسانانو د مړینې دویم ستر لامل شمېرل کیږي او ډېری روغتیاپالان وایي چې په مېرمنو کې دوه ډوله د رحم سرطان ناروغي پېژندل شوې چې یوه یې وژونکې ده.

لوګر کې یوشمیر مېرمنې وايي، د پخوا په پرتله دغلته په ښځو کې د رحم سرطان پېښې زیاتې لېدل شوي او ډېری مېرمنې د یادې ناروغۍ په اړه پوهاوی نه‌لري چې د خپلې بېغورۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

۳۵ کلنه بي‌بي زهرا د لوګر د مرکز پل‌علم اوسېدونکې ده او له تېرو دریو کلنو راهیسې د رحم سرطان په ناروغي اخته ده.

هغې سلام‌وطندار ته وویل، ګڼ شمېر ډاکټرانو ته یې مراجعه کړې، خو د همدې ناروغۍ له امله ماشومان هم نړۍ ته نه‌شي راوړی.

دا مېرمن وایي، سره له دې چې هېواد دننه کې یې درملنه کړې، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې او بهر ته د درملنې لپاره اقتصادي امکانات نه لري.

«دا درې کاله کیږي چې زما د ماشوم په ځای کې دانه ده او ماشومان مې هم نه کیږي، ډاکټران هم وایي چې ته نشې کولی چې ماشوم راوړې، زه پوهیږم چې ناروغي مې لویه ده او کورنۍ مې هم کله کله له ما څخه پټ په خپلو کې زما د ناروغۍ په اړه غږیږي، ماته خو څه نه وايي، خو پوهیږم چې د رحم سرطان لرم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بلخوا لوګر کې یو تن متخصص ډاکټر احسان الله غفارزی وایي، د رحم سرطان په مختلف ډولونو پیدا کیږي چې یوه ته یې سلیم او بل ته یې خبیص سرطان ویل کیږي.

 دا متخصص وایي، سلیم ډوله سرطان درملنه لري، خو د خبیص سرطان ناروغۍ درملنې لپاره په هېواد کې دننه اړینې اسانتیاوې نه‌شته چې ډيری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

«د رحم سرطان درملنې لارې چارې که خبیص سرطانونه وي، نو کارسینوما ټیموکراپي ورته کیږي، سلیم سرطانونه ټیموکراپ ته ضرورت نلري، صرف عملیات ورته کیږي چی هغه کتله ترې ویستل کیږی، چې دامهال دا واقعات بیخي زیات شوي، په هرو سلو مېرمنو کې ۵ تر ۱۰ مېرمنو کې د رحم سرطانونو ناروغۍ لیدل شوي.»

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته وویل، دې ولایت کې د رحم سرطان ناروغۍ بشپړ تشخیص ناشونی دی.

نوموړي زیاته کړه، کله چې دغه ډول ناروغان ورته مراجعه کوي، معاینات یې اخلي او بیا یې کابل کې ابن‌سینا روغتون ته لیږي.

لودین زیاته کړه، روان کال د نائب‌امین الله خان ولایتي روغتون ته درې په رحم سرطان اخته ناروغو مېرمنو مراجعه کړې چې یوې میرمنې یې د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.

«د رحم سرطان ناروغۍ دا یوه تخصصي ناروغي ده او د دې ناروغۍ تشخیص او درملنه لوګر کې ناشونې ده او یاد ناروغان مونږ د کابل ابن‌سینا روغتون ته لیږو او هلته یې تشخیص او درملنه کیږي همدا سږکال هم په میرمنو کې د رحم سرطان درې پېښې ثبت شوې چې یوې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو په بنسټ، هیواد کې هر کال ۴۰ زره کسان د سرطان په بیلابیلو ډولونو اخته کیږي چې له ډلې یې له ۱۶ زره نیولې تر ۲۰ کسانو پورې د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام