Asset 1SWN

کابل کې د کوډګرو یوه ډله نیول شوې

کوډګر

د امربالمعروف، نهې‌عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن (سه‌شنبه، ثور ۲۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار محتسبینو د کوډګرو هغه ډله د کوډو وسایلو سره یو ځای نیولې چې د دم او تعویذ په نومونو به یې د کورنیو ترمنځ ستونزې را پورته او د پیسو په بدل کې کوډې کولې.

دغه وزارت که څه هم نه دي ویلي چې چې دغو کوډګرو د کورنیو ستونزو د حل په پلمه مېرمنې «بلک‌مېل» کولې او له هغوی به یې د پیسو ترڅنګ ناوړه ګټه پورته کوله.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کوډګر به د ډېرو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امربالمعروف وزارت ډاډ ورکړی چې هېڅ چا ته اجازه نه‌ورکوي، څو ټولنه کې خرافاتي او غیرشرعي کړنې ترسره کړي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې‌عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تېر یوه کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې (۹۳۵) کوډګر نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام