د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، حوثیان تسلیم شوي او پر یمن به هم د امریکا هوایي بریدونه ودرول شي.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي چې: «حوثيانو غوښتي، څو پر هغوی بریدونه ونه کړو. دوی ټينګار کړی چې منځني ختیځ کې به پر تلونکو بېړیو بریدونه نه کوي.»
ټرامپ د حوثیانو پیغام په اړه توضیحات نه دي ورکړي، خو په وینا یې، حوثیانو ژمنه کړې چې امریکايي بېړۍ به نه په نښه کوي.
حوثیانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دي چې پر یمن د اسراييل د هوایي بریدونو په دویمه ورځ د حوثیانو په مرکزونو او زېرمو درانه هوايي بریدونه وشول.
ورته وخت کې اسراییلي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر د یمن په اړه د خپلو څرګندونو په تړاو اسراییل نه دی خبر کړی.



