د بدخشان د راغستان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي، دې وروستیو میاشتو کې دغه ولسوالي کې شري ناروغي زیاته شوې او لسګونه کسان پر اخته شوي دي.
دوی وویل، د شري ناروغۍ په دلیل یو ماشوم ژوند بایللی او د دریو نورو وضعیت نازک دی.
د راغستان ولسوالي اوسېدونکی عليرضا چې د تره کوچنی زوی یې په شري ناروغي د اخته کېدو په دلیل ژوند بایللی، سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د روغتیايي مراکزو نهشتون او د درملو کمښت د دغه ماشوم د مړینې اصلي لامل دی.
ده وویل، تېرو دریو میاشتو کې د دغې ولسوالي د اوسېدونکو وضعیت ته هېڅ پام نه دی شوی.
«دوی پوره امکانات نه درلودل چې زما د تره کوچني زوی درملنه یې کړې وی. نورې لارې اوږدې وې. دلته بل روغتیايي مرکز نشته چې مونږ ور وړی وی، یوازې د شري ناروغان نه دي، ډېر نور ناروغان هم د درملنې امکاناتو نهشتون په دلیل ژوند بایلي. دلته خو اصلآ یو سم روغتون یا کلینیک نشته.»
د راغستان ولسوالي دوو نورو اوسېدونکو روحالله روحاني او فیضالله وویل، د مجهزو روغتیايي مرکزونو نهشتون او د روغتیايي خدماتو کمښت په دلیل د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي زیاته شوې ده.
دوی اندېښنه ښيي او وايي، روغتیايي مسوولان باید هرڅه ژر د دغې ولسوالي اوسېدونکو وضعیت ته پام وکړي، ترڅو د ناورین مخه ونیول شي.
«له دولته غواړو چې سیمې ته روغتیايي ډلې ولېږي، ترڅو دوی کلیو او لرې پرتو سیمو ته لاړ شي او د خلکو وضعیت ته رسېدنه وکړي. ترڅو داسې نهشي چې ناورین رامنځ ته شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دلته د شري ناروغي زیاته شوې، د څو کسانو وضعیت ډېر نازک دی. څو میاشتې وړاندې یو ۹ میاشتنی ماشوم د شري ناروغي په دلیل مړ شو. زما یو کوچنی ورور چې ضیا نومیږي، بدبختانه شري ناروغۍ نیولی دی.»
با اینحال، عادل عالمیار، مسئول کنترول بیماریهای سرایتکننده در ریاست صحت عامهی بدخشان، میگوید که بیماری سرخکان از تاریخ ۲۵ جدی زمستان ۱۴۰۳ شیوع پیدا کرده بود. او می افزاید که علت شیوع این بیماری در ولسوالی راغستان، تطبیقنشدن واکسین این بیماری از سوی باشندگان محل بر کودکان آنها است.
آقای عالمیار، میگوید:
دې سره، د بدخشان د عامې روغتیا ریاست کې د سرایتکوونکو ناروغیو د کنټرول مسوول عادل عالمیار وویل، د شري ناروغي د تېر ۱۴۰۳ کال له جدي میاشتې راهیسې زیاته شوې.
ده وویل، راغستان ولسوالي کې د دغې ناروغي د زیاتېدو لامل، د سیمې اوسېدونکو له لوري خپلو ماشومانو ته د شري واکسین نه تطبیق کول دي.
ښاغلي عالمیار وویل: «اوس په راغستان او یوشمېر نورو ولسوالیو کې چې شري ناروغي په کې زیاته شوې وه، الحمدالله وضعیت تر کنټرول لاندې دی. روغتیايي ټیمونه په خپل وخت سیمو ته د ناروغانو درملنې لپاره استول شوي. د عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکو له لوري زیانمنو سیمو ته پوره امکانات او درمل په پام کې نیول شوي او ور لېږدول شوي دي.»
د یادونې ده چې د شري ناروغي هرکال د ژمي او پسرلي پرمهال بدخشان کې زیاتیږي او ګڼ شمېر کسان پر اخته کیږي چې اکثریت قربانیان یې هم کوچني ماشومان دي.






