د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ثور ۷) یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران په بندر عباس کې د چاودنې پرمهال د یوشمېر کسانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت په دې سختو ورځو کې د ایران حکومت تر څنګ ولاړ دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په بندر عباس ښار کې د تېرې ورځې چاودنه کې د د وژل شویو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی.
همدارنګه دغه چاودنه کې شاوخوا ۸۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بندر عباس کې د دغې چاودنې د لامل ارزولو امر کړی دی.
خو تر دې وړاندې ځینو راپورونو کې ويل شوي چې یاده چاودنه تېره ورځ ماسپښین کانتینرونو کې په ناسمه توګه د کیمیاوي موادو چاودنې په دلیل شوې ده.
یاده چاودنه دومره زوروره وه چې په څو کېلومترۍ کې يې د موټرو ښيښې ماتې کړي دي.



