Asset 1SWN

حمدالله فطرت: د ملګروملتونو ناستو کې باید افغانستان سره د عقده‌يي چلند مخنیوی وشي

IMG_7191

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو د عقديي څرګندونو په ځواب کې ویلي، د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د استازي نه‌‌حضور د هېواد په زيان دی؛ ځکه چې ځینې لوري له افغانستان سره عقده‌يي چلند کوي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي.

ښاغلي فطرت ټینګار کړی، چې افغانستان یو امن هېواد دی او واحد نظام په کې حاکم دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ په رسمیت وپېژني، څو عادلانه قضاوت وشي او د عقده‌يي کړنو مخنیوی وشي.

د داسې مهال دی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، افغان لوری دې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله‌والو بریدونو موضوع حل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

هغه ادعا کړې چې وسله‌والو د پاکستان پولې ته نږدې خوندي پناه‌ځایونه جوړ کړي او پر ملکي وګړو او دولتي ادارو یې بریدونه ترسره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام