د لوړو زدهکړو وزارت نورو هېوادونو ته د دولتي او خصوصي بورسیو د وېش بهیر له درېدو خبر ورکړی، هغه پرېکړه چې د یادو بورسیو غوښتونکي وايي، د دوی تحصیلي مسیر یې، له خنډ سره مخ کړي دي.
۳۰ هغه ځوانان چې له هېواه بهر یې، د لوړو زدهکړو هوډ درلود، وايي، د لوړو زدهکړو وزارت او د تحصیلي خدمتونو اړوند شرکتونو ته له مراجعې وروسته له دې محدودیت خبر شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رحیمشاه چې غواړي له هواده بهر لوړې زدهکړې وکړي، وايي: «په وار وار مې د پاکستان او ترکیې بورسیو ته اقدام وکړ، خو مثبت ځواب یې، رانکړ؛ نږدې یوه میاشت کېږي چې د ملګرو او ټولنیزو شبکو له لارې د بورسیو بندېدو څخه خبر شوم.»
صبور هم وايي: «کله مې چې تحصیلي شرکتونو ته مراجعه وکړه، راته یې وویل چې دویم یا درېیم هېواد ته باید لاړ شم، څو بورسیه واخلم؛ غوښتنه مې دا ده چې د بورسیو د ورکړې زمینه راته برابره کړي.»
یوشمېر هغه ځوانان چې له هېواده بهر د لوړو زدهکړو د دوام غوښتونکي دي، وايي، دغه چاره به هېواد ته نهجبرانېدونکې پایلې ولري. برکتالله چې یوه انسټیټیوټ کې لوړې زدهکړې کوي، وايي: «دا د خواشینۍ ځای دی چې نشو کولای لوړې زدهکړې وکړو؛ د همدې لپاره په طب برخه کې حتا له ایران او پاکستان شاته یوو.»
صفيالله له یوه خصوصی پوهنتون د اقتصاد برخه کې د فراغت سند لري او غواړي د ماسټرۍ لپاره له هېواده بهر لاړ شي. دی وايي: «هېواد کې چې په هغه معیار باید زدهکړې ورکړل شي، نشته؛ افغانستان کې د ځوانانو راتلونکی له تیارو ډک وینم، ښه ده چې ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره شي.»
بلخوا یوشمېر هغه نجونې چې له هېواده بهر د لوړو زدهکړو غوښتونکي دي، وايي، د سرپرست حکومت دې پرېکړې، د دوی پر وړاندې د زدهکړو مخه نیولې.
مریم احمدي وویل: «دا چې ښوونځی مې نهدی بشپړ کړی؛ پوهنتون ته نشم تللی، بله ستونزه دا چې دنده هم نشم ترلاسه کولای، خو لویه ستونزه مو دا ده چې بورسیه نشو اخیستلی.»
مروه صافۍ هم وايي، غواړي چې په یوه هېواد کې د طب برخه کې لوړې زدهکړې وکړي، خو دې پرېکړې ترې دا ارمان اخیستی دی. هغې وویل: «د ځوانانو ستونزې له حد ډېرې دي، خپلواک نهدي او نشي کولای چې زدهکړو ته رسېدنه وکړي او ظرفیت یې، بېځایه لهمنځه ځي.»
بلخوا د تحصیلي خدمتونو شرکتونه هم وايي چې افغانستان کې د نورو هېوادونو بورسونه اخیستل ګران دي او غوښتونکي باید ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.
په دغه راپور کې له یادو څلورو شرکتونو مسوولانو سره خبرې کړې دي. دغه شرکتونه وايي چې له سیاسي تحولاتو وروسته، د بورسیو غوښتونکي له ستونزو سره مخ شوي وو او څه موده وړاندې د وزارت لهخوا وتړل شوې وې.
د یوه تحصیلي شرکت مسوول چې نهغواړي نوم یې، واخیستل شي، وویل: «له دویم او درېیم هېوادونو ویزه اجرا کېږي، بېلګې په توګه افغانان له ایران او پاکستان ویزه اخلي، البته دولتي پروګرام دومره پایله نهلري، خو ډېری اوس شخصي پروګرامونه مخته وړي.»
همداراز د یوه بل خصوصي شرکت مسوول وايي، د وزارت له پرېکړې وړاندې د بورسیو غوښتونکي باید نورو هېوادونو ته تللي وای. «افغانستان کې سفارتخونې نشته؛ ایران، پاکستان او چین ستونزه نشته، ځکه شخصي دي، خو دولتي نهپروسسوو.»
هڅه مو وکړه چې د ښوونیزو بورسونو د بهیر بندېدو کره نېټه وموموو، خو د لوړو زدهکړو وزارت او شرکتونو په دې اړه ځواب رانکړ.
د کابل پوهنتون کې یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دولتي پوهنتونونو استادانو ته هم د ماسټرۍ او دوکتورا برخه کې بورسونه بند شوي دي. دې سرچینې وویل: «لوړو زدهکړو وزارت استادانو لپاره بورسونه بند کړي دي او لامل یې، اقتصادي ستونزې یادوي. د زدهکړیالانو معلوم نهدی؛ خو اوازې دي چې بند دي.»
بلخوا د لوړو زدهکړو وزارت د نشراتو امر عبدالحنان عزیزي وايي، دغه وزارت د یوه طرزالعمل پر جوړولو لګیا دی او تر بشپړېدو وروسته به د بورسیو ورکړې بهیر بېرته پیل شي. هغه وویل چې دا مهال ۵۶ هېوادونو کې ۴۴۱ زدهکړیالان او ۸۹۶ ښوونکي او کارکوونکي لوړې زدهکړې کوي. «اسلامي امارت پر یوه میکانیزم کار کوي چې څنګه او کومو هېوادونو ته زدهکړیالان ولېږي، په بشپړېدو سره به یې، ځوانان بېرته د بورسیو فرصت پیدا کړي.»
د بورسیو ورکړې بهیر داسې مهال ځنډېدلی چې هېواد کې له تحولاتو وروسته، د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لګېدلي دي. وروستي مورد کې د عامې روغتیا وزارت، روغتیايي انسټیټیوټونه تر بلې خبرتیا بند کړي دي.