د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې د روان ۲۰۲۴کال له جنورۍ د ډسمبر تر لسمې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۰۴ خبریالان او د رسنیو  کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې نن سه‌شنبه، ډسمبر لسمه یې، پر خپل وېب‌پاڼه خپور کړی، همداراز راغلي چې ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په فلسطین کې وژل شوي دي.

د  یاد بنسټ په وینا، دغه راپور چې لا بشپړ شوی نه‌دی، د جنورۍ له لومړۍ تر دې مهاله ۱۰۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۱۲ یې، ښځې دي.

نن سه‌شنبه د بشرحقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده او له همدې امله یاد بنسټ، خپل کلنی راپور وړاندې کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي چې تېر ۲۰۲۳ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې د رسنیو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بلل کېږي. په هغه کال ۱۴ مېرمنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دغه راپور کې بیا د افغانستان په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

منځنی ختیځ او عربي نړۍ ۶۶ پېښې

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې روان کال منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره خونړۍ کال دی. په یاده سیمه  کې ۶۶ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فلسطین کې سږکال ۵۵، لبنان کې شپږ او سوریه کې بیا یو خبریال او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د راپور له مخې، د سږکال د ټولو وژل شویو خبریالانو ۶۰سلنه بیا همدا هېوادونه جوړوي.

د تېرکال اکتوبر اوومې راهیسې یوازې فلسطین کې ۱۳۸ خبریالان وژل شوي چې دغه هېواد یې، د خبریالانو لپاره تر ټولو پر مرګونې سیمې بدل کړی دی.

اسیا پسېفیک ۲۰ پېښې

اسیا پسېفیک کې بیا د تېرکال په پرتله د خبریالانو وژنه ډېره ثبت شوې. روان کال د اسیا پسېفیک هېوادونو کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې تېر ۲۰۲۳کال دغه شمېر یوازې ۱۲ کسان وو. ۲۰۲۲کال کې بیا ۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د اسیا پسېفېک هېوادونو له ډلې پاکستان کې شپږ خبریالان، پنځه په بنګله‌دېش، درې په هند کې وژل شوي چې د سوېلي‌ اسیا د وژل شویو خبریالانو ۷۰سلنه جوړوي.

افریقا کې اته پېښې

د افریقا اړوند هېوادونو کې بیا سږکال اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ډېرې پېښې «پنځه» پېښې په سوډان کې ثبت شوي دي.

د سومالیې دوه او چاد هېواد هم یو خبریال وژل شوي دی. په دغه براعظم کې بیا تېرکال نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو.

امریکا کې شپږ پېښې

وړاندې له دې چې په غزه کې نښتې پیل شي، لاتینه امریکا په ځانګړې توګه مکسیکو د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني هېوادونه بلل کېدل.

۲۰۲۴کال کې د خبریالانو فدراسیون د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د امریکا اړوند هېوادونو کې شپږ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲کال کې ۳۰ کسان وو. ۲۰۲۳ کې هم شپږ خبریالان وژل شوي وو.

سږکال مکسیکو کې پنځه اغو کلمبیا کې یو خبریال د نشه‌يي توکو قاچاق اړوند پېښو راپور په تړاو تښتول شوي او وژل شوي دي.

اروپا کې څلور پېښې

که څه هم اروپا د خبریالانو او رسنیو لپاره خوندي ځای بلل کېږي، خو اوکراین کې روانې جګړې سږکال له څلور خبریالانو ژوند اخیستی دی. تېرکال ۲۰۲۳ هم څلور خبریالان وژل شوي، خو ۲۰۲۲ بیا ۱۳ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیونو په خپور شوي راپور کې همداراز ویل شوي چې روان کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۵۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان شوي دي.

چین او هانګ کانګ د نړۍ هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر خبریالان په‌کې بندیان دي. دې هېوادونو کې روان کال ۲۰۲۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

له چین وروسته اسراییل بیا د فلسطیني خبریالانو لپاره تر ټولو لوی بندیان لري چې سږکال ۵۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په‌کې بندیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له اسراییلو وروسته میانمار درېیم ځای کې دی چې ۴۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په‌کې بندیان دي. د اسیا پسېفېک هېوادونو کې ۲۵۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، اروپايي هېوادونو کې ۱۴۲، منځنۍ اسیا او عربي نړۍ کې ۱۰۱ خبریالان، افریقا کې ۱۷ او امریکا کې هم شپږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زنداني شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام